په جرمني کې د حرفوي زدهکړو د لټون ويزه

کولای شم په جرمني کې حرفوي زدهکړې ترسره کړم؟
په جرمني کې د حرفوي زدهکړو بشپړول ستاسې لپاره د کار غوره چانسونه رامنځته کوي. البته له بهر څخه ډېر وخت په جرمنيکې د اوسبيلډونګ موندل اسان نه دي. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۱۷مې مادې له مخې د استوګنې اجازه اخستل اړين دي. له دې اجازې سره په قانوني ډول جرمني ته راتلای شئ او دلته د ځان لپاره يو اوسبيلدونګ پلټلای شئ. دلته به د اوسبيلدونګ موندلو لپاره د استوګنې اجازې ترلاسه کولو د شرطونو په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړئ.
په څه بايد وپوهېږم؟
که څوک د خپل وطن د ښوونځيو د فراغت داسې سند ولرئ چې په وسيله يې په پوهنتون کې د زدهکړو اجازه ولرئ؛ کولای شئ په جرمني کې د اوسبیلډونګ موندلو لپاره د استوګنې اجازې غوښتنه وکړئ. د دې تر څنګ مو عمر بايد له ۲۵ کالونو لوړ نه وي.
که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.
که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د اوسبيلډونګ د لټون لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.
دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.
زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.
د اوسبيلډونګ د لټون د ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:
- له خپل هېواد څخه د ښوونځيو د فراغت داسې سند ولرئ چې په وسيله يې پوهنتون ته تلای شئ (لکه د دوولسم ټولګي شهادتنامه)؛
- د جرمني ژبې د زدهکړې سند درلودل؛ د دې کار لپاره بايد لږ ترلږه د جرمني ژبې B2 سند ولرئ؛
- د اوسبيلدونګ د لټون په موده کې د ژوند د لګښتونو پوره کولو د توان ثبوت.
جرمني ته له راتګ وروسته بايد د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.
د اوسبيلدونګ په لټون پسې راغلي خلک په جرمني کې د شپږ مياشتو پاته کېدلو اجازه لري. په دې شپږو مياشتو کې د خپلې خوښې او وړ اوسبيلډونګ پلټنه وکړئ. د دې مودې پر مهال د کار اجازه نه لرئ. کله چې وړ اوسبيلډونګ ومومئ، بايد له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د اوسبيلډونګ لپاره (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck der Ausbildung) د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې اجازې له ترلاسه کولو وروسته کولای شئ په جرمني کې اوسبيلډونګ ترسره کړئ.
که د ټاکل شوو شپږو مياشتو په موده کې اوسبيلډونګ ونه مومئ، بايد جرمني پرېږدئ او خپل هېواد ته ولاړ شئي. د بلې ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد په خپل وطن کې شپږ مياشتې انتظار وکړئ. له دې مودې تېرېدو وروسته، د اوسبيلدونګ د لټون لپاره د جرمني له سفارت څخه د بلې ويزې ترلاسه کولو غوښتنه کولای شئ.
مهم
د اوسبيلډونګ په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د ښوونځيو اوسبيلډونګ) او (دوهګونی اوسبيلډونګ) کې لوستلای شئ.