جابسنټر

جابسنټر له چا سره مالي مرسته کوي؟
که څوک په جرمني کې ژوند کوي او د خپل ځان يا کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره نه کړای شي، له دولت څخه مرسته ترلاسه کوي. د دې مرستو ترلاسه کولو لپاره يو مهم ځای جابسنټر دی. جابسنټر د ځينو شرايطو په پوره کولو سره له هغو کسانو سره مرسته کوي چې تر اوسه يې په جرمني کې کار نه وي کړی*، له يوه کال راهيسې وزګار وي او يا هم په کار کې کم معاش اخلي. د جابسنټر مرستې ته (Hartz IV) وايي او د بېکارۍ دوهم ډول پیسې (Arbeitslosengeld II) هم بلل کيږي. د جابسنټر کارکوونکي له تاسې سره د کار موندلو لپاره هم مرسته کوي. که د کار لپاره اړتيا وي، جابسنټر به ستاسې د ژبې د کورس او يا اضافي زدهکړو (Weiterbildungen) لګښتونه هم پر غاړه واخلي.
په څه بايد ځان وپوهوم؟
د جابسنټر پیسې (Arbeitslosengeld) چې په لنډون (Hartz IV) يا (ALG II) هم بلل کيږي، د جابسنټر له لوري د ژوند د لومړنيو لګښتونو لپاره ورکول کيږي. تاسې کولای شئ په دې پیسو د خپل ځان او کورنۍ د غړيو لپاره خواړه، جامې، د پاکۍ توکي، برېښنا، ترانسپورتي ټکټ او نور ورته شيان وپېرئ. اوس مهال (۲۰۲۲کال) يو لوی کس هره مياشت ۴۹۹ يورو او هر ماشوم د ۲۸۵ لو ۳۷۶ يورو تر منځ ترلاسه کوي. د دې تر څنګ ستاسې د کور کرايه، د ګرمېدو او اوبو لګښتونه او د کور اړوند نور جانبي لګښتونه (Nebenkosten) هم ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.
هر هغه څوک چې د خپل ځان او کورنۍ د غړو لګښتونه پوره نه کړای شي او لاندې شرطونه پوره کړي، د جابسنټر د پیسو غوښتنه کولای شي:
- تر اوسه يې په جرمني کې هېڅ کار نه وي کړی؛
- له يوه کال راهيسې وزګار وي؛
- په کار کې ډېر کم معاش ترلاسه کړي.
پاملرنه: په دې برخه کې ستاسې د کورنۍ د هغو غړيو عايد هم مهم دی، کوم چې له تاسې سره یوځای ژوند کوي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.
د پورته يادو شوو شرطونو تر څنګ بايد لاندې شرطونه هم پوره شي:
- ستاسې د استوګنې اصلي ځای جرمني دی. په دې مانا چې په جرمني کې ژوند کوئ.
- د پناغوښتونکي (Asylberechtigte*r)، کډوال (Flüchtling) يا فرعي خونديتوب د مستحق (Subsidiärschutzberechtigte*) کس په توګه پېژندل شوي ياست او يا هم د جرمني تابعيت لرئ.
- که د اروپايي ټولنې اړوند د بل هېواد تابعيت لرئ، بايد له وړاندې مو په جرمني کې کار کړی وي.
- عمر مو له ۱۵ کالونو لوړ او د تقاعد له عمر څخه کم دی.
- د کار وړتيا لرئ. د دې خبرې مانا دا ده چې په عمومي توګه کولای شئ د ورځې ۳ ساعته کار وکړئ.
مهم: جابسنټر د لاندې کسانو مسؤوليت پر غاړه نه اخلي:
- ډولډونګ لرونکي او د پنا غوښتنې په جريان کې پنا غوښتونکي. د دې کسانو د ژوند لګښتونه د سوسيالامت (Sozialamt) پر غاړه دي.
- محصلان. د محصلانو لپاره د مالي تمويل د فرصتونو په اړه مالومات زموږ په بل څپرکي کې موندلای شئ.
- ډېر زاړه او يا ناروغ کسان چې د کار کولو وړتيا ونه لري. د دې کسانو مسؤوليت د سوسيال پر غاړه دی.
- جرمني ته د ماهرو کارګرو (Fachkraft) په توګه او په ورته ويزو نور راغلي کسان.
- هغه کسان چې په جرمني کې يې ۱۲ مياشتې يا زيات کار کړی وي او د بېکارۍ د بيمې ونډه (Arbeitslosenversicherung) يې ورکړې وي. دا ډله کسان د کار له ادارې څخه د بېکارۍ لومړی ډول پیسې (Arbeitslosengeld I) ترلاسه کوي.
د جابسنټر د پیسو ترلاسه کولو يو شرط د عايد نه شتون او يا کموالی دی. البته په دې حالت کې ستاسې تر څنګ ستاسې د کورنۍ د هغو غړو عايد او شتمني هم حسابيږي، کوم چې له تاسې سره ګډ ژوند کوي. جابسنټر دې حالت ته ګډه استوګنه (Bedarfsgemeinschaft) وايي.
د جرمني دولت انګيري چې په ګډه استوګنه کې ټول غړي يو د بل اړتياوې پوره کوي. په دې مانا چې دوی يو له بل سره خپلې پیسې شريکوي او که کوم يو لږ پیسې ولري، نور يا يو پر بل پام کوي.
په ګډه استوګنه يا ګډ ژوند کې لاندې کسان حسابيږي:
- مېړه/ښځه او يا د ژوند ملګری يا ملګرې (eingetragene Lebenspartner*innen)؛
- له ۲۵ کالونو د ټيټ عمر لرونکي او له تاسې سره اوسېدونکي ناواده شوي هغه ماشومان يا نوي ځوانان چې خپل عايد نه لري او د خپل ژوند لګښتونه نه شي پوره کولای؛
- د ژوند هغه ملګري (Partner*innen) چې له يوه کال راهيسې له تاسې سره ګډ ژوند کوي او يا هم په ګډه يو ماشوم سره لرئ او ګډ ژوند کوئ او يا هم يو د بل بانکي حساب ته لاسرسی لرئ او يا په ګډه د يوه ماشوم يا بل خپل چا پالنه کوئ.
مهم: د شريکو کورونو (Wohngemeinschaft) يا WGاوسېدونکي او يا په ټولنيزو کورونو (Gemeinschaftsunterkunft) يا هايمونو کې د يوې کوټې اوسېدونکي په ګډ ژوند کې نه حسابيږي.
په عمومي توګه: د جابسنټر د پیسو ترلاسه کولو يو شرط د عايد نه شتون او يا کموالی دی. البته په دې حالت کې ستاسې تر څنګ ستاسې د کورنۍ د هغو غړو عايد او شتمني هم حسابيږي، کوم چې له تاسې سره ګډ ژوند کوي. که څوک په خپل پسانداز يا عادي بانکي حساب کې پيسې، نغدې پیسې، ګرانبيه هنري توکي، خپل کور او يا ورته نوره شتمني ولري، د جابسنټر له مرستې ترلاسه کولو وړاندې بايد تر يوې مالومې کچې هغه وپلوري او يا يې په کرايه ورکړي. له هغه وروسته تاسې ته د جابسنټر مرسته درکول کيږي. دا چې څومره شتمني ساتلای شئ، ستاسې له عمر سره اړه لري. البته په هر حال کې تر ۳۱۰۰ يورو پورې د ځان لپاره ساتلای او بيا هم د جابسنټر مرسته ترلاسه کولای شئ. له اتلس کالونو پورته عمر لرونکي کسان، د خپل عمر د هر کال په اندازه نورې ۱۵۰ یورو هم ساتلای شي. البته د دې کار لپاره يو ځانګړی حد شته. د بېلګې په توګه که څوک ۴۸ کلن وي، کولای شي د۳۱۰۰+ ۴۸x۱۵۰ په اندازه پیسې وساتي. له دې پرته د هرې مياشتې لپاره هم تر ۷۵۰ یورو پورې اضافه پیسې د خپل تقاعد د ونډې (Altersvorsorge) لپاره ساتلای شئ.
مهم: اوس د کورنا له کبله دا قانون نه پلی کيږي. اوس مهال کولای شئ تر ۶۰زره يورو پورې شتمني ولرئ او بيا هم د جابسنټر پیسې ترلاسه کړئ. په ګډ ژوند يو کس بيا کولای شي تر ۳۰زره يورو پورې شتمني ولري او بيا هم د جابسنټر پیسې واخلي. اوس مهال دا استثنا د ۲۰۲۲ کال تر پای پورې پلې کيږي.
پاملرنه: که څوک موټر ولري، د جابسنټر مرستې ترلاسه کولو لپاره يې د پلورلو اړتيا نشته. البته شرط دا دی چې موټر له ۷۵۰۰ يورو لږ بيه ولري. په داسې حالت کې کولای شئ خپل موټر وساتئ او د جابسنتر مرسته هم ترلاسه کړئ. که موټر له دې زيات قيمت ولري، ستاسې قضيه به وارزول شي. د بېلګې په توګه که څوک د معلوليت له کبله يو ځانګړي او ګرانبيه موټر ته اړتيا لري، کولای شي بيا يې هم وساتي.
جابسنټر له اړمنو کسانو سره لاندې مالي مرستې کوي:
- د بېکارۍ دوهم ډول پیسې (Hartz IV)
- ټولنيزې پیسې. دا هغه پیسې دي چې له ۲۵ کالونو د کم عمر لرونکو کسانو او هغو زړو يا ناروغو کسانو ته ورکول کيږي چې کار نه شي کولای او له تاسې سره یوځای ژوند کوي.
- د زدهکړو او ګډون د بستې مرسته.
- د کور د کرايې او کور د ګرمېدو په شان د کور اړوند لګښتونه.
- د زدهکړو او کار د بهرنيو سندونو د ژباړې او رسمي کولو لپاره پیسې.
- د امېدوارۍ يا سختې ناروغۍ په شان په ځانګړو حالتونو کې د اړتيا وړ اضافي پیسې.
- د لومړني کرايي کور لپاره د اړينو وسيلو پیسې. ځينو کسانو ته ښايي خپله وسيلې او يا د وسيلو پېرلو لپاره ګوټشاين يا کوپون ورکړل شي.
- د پيل مرسته (Einstiegsgeld). دا هغه مالي مرسته ده چې له بېکارۍ وروسته د بيا کار د پيل يا خپل کاروبار د پيلولو لپاره ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (پانګونه او کاروبار) او (ازاد کار) کې ولولئ.
له دې پرته جابسنتر ستاسې د روغتيايي بيمې او پالنې د بيمې (Pflegeversicherung) ونډه هم ورکوي.
هو. که په کار کې لږ عايد ترلاسه کوئ، کولای شئ تر څنګ يې د جابسنټر مرسته هم ترلاسه کړئ. البته پر دې مهال لږ پیسې درکول کيږي او په کار کې ترلاسه کېدونکې پیسې مو د جابسنټر له مرستې څخه کميږي. هر څومره مو چې معاش لوړ وي، په هماغه اندازه به له جابسنتر څخه کمې پیسې ترلاسه کړئ. مهم: تر ۱۰۰ پورو پورې عايد په حساب کې نه راځي. په دې مانا چې که څوک په مياشت کې یوازې ۱۰۰ يورو وګټي، د جابسنټر مرسته يې نه کميږي.
هو. د اړتيا پر مهال له جابسنټر څخه مرسته ترلاسه کولای شئ. که د خپل ځان او کورنۍ لپاره مو پیسې بس نه شي، جابسنټر مرسته درسره کولای شي. دې مرستې ته بشپړوونکی مبلغ (Ergänzungsbetra) وايي. د دې مرستې اندازه ستاسې د کورنۍ د غړيو له شمېر، پیسو او لګښت سره اړه لري.
د بشپړوونکي مبلغ ترلاسه کولو لپاره د خپلې سيمې جابسنټر ته ورشئ. د دې کار لپاره بايد د بېکارۍ د دوهم ډول پیسو غوښتنليک ډک کړئ. دا کار بايد پر وخت وکړئ او بيا د دې غوښتنليک د وړاندې کولو له ورځې پیسې درکول کيږي.
د يادونې وړ ده چې محصلان او د اوسبيلډونګ ترسره کوونکي دا مرسته نه شي ترلاسه کولای. د محصلانو لپاره د بافوګ په نوم پیسې ورکول کيږي. د ښوونځيو د اوسبيلډونګ يا () ترسره کوونکي هم بافوګ ترلاسه کولای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ښوونځيو اوسبيلډونګ) کې ولولئ.
هر څوک چې په هره سيمه کې ژوند کوي، د هماغسې سيمې جابسنټر يې مسؤوليت پر غاړه لري. خپل اړوند جابسنټر پر (jobcenter-ge.de) وېبسایت موندلای شئ. هلته خپل ايالت او د ښار نوم غوره کړئ او خپل جابسنټر ومومئ. که ستاسې د ښار نوم په لړ کې نه وي، کولای شئ د کار ادارې پر وېبسایټ پلټنه وکړئ. هلته د خپلې سيمې نوم او يا پوستي کوډ ليکلای او د اړوند جابسنټر پلټنه کولای شئ.
د بېکارۍ دوهم ډول پیسو غوښتنه له خپل اړوند جابسنټر څخه کولای شئ. د دې کار لپاره بايد يوه فورمه ډکه کړئ. دې فورمې ته اصلي غوښتنليک (Hauptantrag) وايي. د يوې کورنۍ د ګډو اوسېدونکو لپاره د يوې فورمې ډکول بسنه کوي. په دې ډله کې يو کس اصلي غوښتونکی (Hauptantragssteller*in) بلل کيږي او بايد د جابسنتر د پیسو ترلاسه کولو لپاره ټول شرطونه ولري.
د غوښتنليک فورمه له (arbeitsagentur.de) وېبسایټ څخه کښته کولای شئ. دا فورمه چاپ او ډکه کړئ او خپل اړوند جابسنټر ته يې ولېږئ. البته په انلاين ډول هم دا فورمه ډکولای شئ. د دې کار لپاره بايد په (ALG II beantragen) کلېک وکړئ او د خپل اړوند جابسنټر له موندلو وروسته د انلاين غوښتنې (Online-Antrag) له لارې وړاندې ولاړ شئ. له دې پرته کولای شئ دا فورمه په خپله له جابسنتر څخه په کاغذي بڼه ترلاسه او ډکه کړئ.
د اصلي غوښتنليک تر څنګ ځينې نورې اضافي فورمې (Anlagen) هم شته چې د اړتيا پر مهال بايد ډکې شي. له دې پرته بايد د غوښتنليک د مالوماتو ثابتولو لپاره د کور د کرايې د تړون په شان نور سندونه او ثبوتونه هم مل کړئ.
له جابسنټر څخه د ترلاسه کېدونکو پیسو اندازه ستاسې له اړتيا سره تړلې ده. په اصلي پیسو (Regelbedarf) د پاسه، ځينو کسانو ته اضافي پیسې هم ورکول کيږي خو د دې کار لپاره بايد ځينې ضمیمه فورمې ډکې شي. له دې ډلې ځينې مهمې يې په لاندې ډول دي:
- د عايد د څومرهوالي فورمه - Anlage zur Einkommenserklärung (EK)
په دې فورمه کې بايد د خپل عايد اړوند مالومات زيات کړئ. دا کار بايد د خپل ځان او له تاسې سره ستاسې د بچيانو په شان د نورو اوسېدونکو کسانو لپاره وکړئ. که عايد نه لرئ، په اړوند برخه کې 0,00 وليکئ. که کار لرئ او لږ عايد ترلاسه کوئ، د کار درکوونکی مو بايد د عايد د تاييد فورمه (Einkommensbescheinigung) درته ډکه کړي.
- د ازاد کارکوونکي د عايد فورمه - Anlage zum Einkommen Selbständiger (EKS)
که ازاد کار کوئ خو کافي پیسې نه لرئ، کولای شئ له جابسنټر څخه مرسته ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره بايد د اصلي غوښتنليک تر څنګ د ازاد کارکوونکي د عايد فورمه هم ډکه کړئ. هلته بايد په راتلونکو مياشتو کې د خپل عايد تخمين وکړئ. د جابسنتر مرسته بيا په همدې بنسټ درکول کيږي. وروسته بيا بايد هره مياشت څرګنده کړئ چې څومره عايد مو ترلاسه کړی دی. پايلې ته په کتو بيا بايد بېرته جابسنټر ته پیسې ورکړئ او يا به له جابسنټر څخه بېرته پیسې ترلاسه کړئ.
- په کور کې دګډو اوسېدونکو ماشومانو فورمه - Anlage zu Kindern in der Bedarfsgemeinschaft (KI)
که په کور کې اشومان ګډ ژوند درسره کوي، بايد د ماشومانو اړوند فورمه هم ډکه کړئ. په دې ډول به د
ماشومانو لپاره هم اړينې پيسې ترلاسه کړئ.
- په کور کې د اضافي کسانو لپاره فورمه - Anlage zu weiteren Personen in der Bedarfsgemeinschaft (WEP)
که په کور کې نور اضافي کسان هم له تاسې سره ګډ ژوند کوي، بايد د هغوی لپاره اړوند فورمه ډکه کړئ.
- د اوسېدو د ځای او ګرمېدو د لګښتونو فورمه - Anlage zu Kosten der Unterkunft und Heizung (KDU)
دا فورمه ډېره مهمه ده او په مرسته يې د کور د کرايې او ګرمېدو (Heizkosten) لګښتونه ترلاسه کولای شئ.
- د شمتنو فورمه - Anlage zum Vermögen (VM)
په دې فورمه کې بايد د نغدو پیسو، پسانداز، ارزښتلرونکو سندونو (Wertpapiere) او نورو په شان د شتمنيو اندازه وليکئ. په دې ډول جابسنټر ګوري چې څوک خپله شتمني د ژوند د لګښتونو لپاره کارولای شي او که نه. د يادونې وړ ده چې اوس مهال د ۲۰۲۲ کال تر پای پورې د دې فورمې ډکول نه غوښتل کيږي.
- د ځانګړو اړتياوو فورمه - Anlage für besondere Bedarfe (BB)
په دې فورمه کې بايد د يوه ځانګړي حالت لپاره د اوږدمهاله اړتياوو مالومات وليکل شي. د بېلګې په توګه که څوک د يوې ناروغۍ له کبله په دوامدار ډول طبي وسيلو او يا ځانګړو خوړو ته اړتيا ولري، بايد دلته يې وليکي.
- د اساسي وسيلو د غوښتنې فورمه - Antrag auf Erstausstattung
که دا فورمه وړاندې کول غواړئ، بايد له وړاندې يې په اړه له جابسنټر سره خبرې وکړئ. د دې غوښتنليک په وسيله يو ځل د يوه شي لپاره مرسته درکول کيږي. دا فورمه د لاندې شيانو لپاره وړاندې کولای شئ:
1- په جرمني کې د لومړي کرايي کور لپاره اړينې وسيلې.
2- د نوي زېږېدلي ماشوم لپاره رېکشا، تخت يا نورې اړينې وسيلې.
3- له يوې حادثې يا ټکر وروسته ځانګړي اړين مرستندوی توکي يا وسيلې.
دا ټولې فورمې له خپل اړوند جابسنتر څخه ترلاسه کولای شئ. د دې تر څنګ د کار ادارې له وېبسایټ څخه يې په انلاين ډول هم کښته کولای شئ. پر (www.kub-berlin.org) وېبسایټ په فارسي، انګليسي، روسي او عربي ژبو هم اصلي غوښتنليک موندلای شئ. دا فورمې، په جرمني ژبه فورمې د پوهېدلو لپاره کارولای شئ خو پام مو وي چې جابسنټر ته يوازې د جرمني ژبې فورمې ولېږئ.
يادونه: که غوښتنليک مو ومنل شي نو په نورمال ډول د ۶ مياشتو لپاره معتبر دی. له شپږ مياشتو وروسته بايد د تاييد د وخت د غځېدو غوښتليک (Weiterbewilligungsantrag (WBA)) ولېږئ. دا غوښتنليک پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ موندلای شئ.
له جابسنټر سره د لومړي ځل ثبتېدلو پر مهال بايد لاندې سندونه له ځان سره ولرئ:
- ستاسې او له تاسې سره د کورنۍ د نورو یوځای اوسېدونکو غړيو د پېژندنې سندونه.
- ستاسې او له تاسې سره د کورنۍ د نورو یوځای اوسېدونکو غړيو د استوګنې د اجازې سند(کارت) او که موجود وي، بل اړوند زرغونه رنګه کاغذ يا سند.
- په جرمني کې د ثبت يا د پوليسو د ثبت سند (polizeiliche Anmeldung).
له دې پرته بايد لاندې سندونه هم له ځان سره يوسئ:
- ډکې شوې فورمې.
- که موجود وي، د سوسيالامت وروستی درکول شوی خبرليک (Bescheid) يا سند.
- که موجود وي، د کور د کرايې سندونه او د تودوخې او خدماتو د لګښتو وروستي بېلونه.
- که موجود وي، د ماليې شمېر (Steuer-ID) او د روغتيايي بيمې کارت.
- د بانکي حساب نمبر؛ څو جابسنتر وکړای شي ستاسې پیسې دې حساب ته وليږي.
- که موجود وي، په تېرو درېيو مياشتو کې د جرمني د بانکي حساب مالومات.
- که واده شوي ياست، د واده تاييدليک يا نکاحخط (Heiratsurkunde).
مهم: جابسنټر ته د تګ پر مهال تل د خپلې پېژندنې سندونه له ځان سره ولرئ. وروسته که جابسنتر تاسې ته د ګډې استوګنې شمېره (Bedarfsgemeinschaftsnummer) يا د غړيتوب شمېره (Kundennummer) درکړي، بيا کولای شئ هغه وکاروئ.
کله چې ستاسې غوښتنليک ومنل شي، د هرې مياشتې په پای کې د بلې مياشتې لپاره د جابسنتر پیسې ستاسې د جرمني بانکي حساب ته لېږل کيږي. د بېلګې په توګه د جون مياشتې پیسې به د مې مياشتې په پای کې درکړل شي.
په ياد مو وي چې جابسنټر ته د غوښتنليک وړاندې کولو پر مهال ټول سندونه پر وخت او چټکۍ جابسنټر ته ولېږئ. که کوم څه کم وي، ښايي د پیسو درکول وځنډيږي.
که څوک د جرمني بانکي حساب ونه لري، ښايي د اړونده پیسو چک ورکړل شي. دا چک بيا په اړونده بانکي څانګه کې نغدولای شئ.
په ياد مو وي چې په جرمني کې د بانکي حساب درلودل ډېر مهم دي. د بانکي حساب پرانستلو پر مهال داسې يو بانک غوره کړئ چې مياشتنی فيس يې کم يا هېڅ وي او د پيسو پر لېږد رالېږد پیسې وانخلي. که انګليسي او جرمني خبرې نه شئ کولای، ښه به وي چې يو ژباړن له ځان سره کړئ او په ټول شرطونو ځان وپوهوئ. که په څه نه پوهېږئ، لاسليک مه کوئ. د بانکي حساب پرانستلو لپاره يوه معتبر پاسپورت او يا د پاسپورت بديل (Passersatz) ته اړتيا ده.
که مشورې ته اړتيا لرئ، کولای شئ د مصرفوونکو له مرکز (Verbraucherzentralen) سره اړيکه ونيسئ. د دې مرکز کارکوونکي په وړيا ډول تاسې ته مشوره درکوي. د خپلې سيمې د مصرفوونکو مرکز پر (verbraucherzentrale.de) وېبسایټ موندلای شئ. په ياد مو وي چې د دې مرکز ډېری کارکوونکي يوازې په جرمني ژبه خبرې کوي او يوازې ډېر کم يې په نورو ژبو پوهيږي.
Holen Sie sich zunächst eine schriftliche Bestätigung von Ihrem Jobcenter, dass Sie sich eine eigene Wohnung suchen dürfen. Das Jobcenter kann Ihnen auch mitteilen, wie hoch die Miete sein darf und welche Voraussetzungen die Wohnung sonst noch erfüllen muss. Die erlaubte Höhe der Mietkosten ist von Stadt zu Stadt unterschiedlich und hängt von verschiedenen Faktoren, wie der Art der Heizung und der Größe des Gebäudes ab. Außerdem muss die Wohnung einerseits eine bestimmte Größe haben und darf andererseits auch eine bestimmte Größe nicht überschreiten. Viele Jobcenter lehnen außerdem befristete Mietangebote sowie Mietangebote mit Staffelmiete grundsätzlich ab. Erkundigen Sie sich darum unbedingt vor Beginn Ihrer Suche nach den für Sie geltenden Bedingungen.
Sobald Sie eine Zusage eines Vermieters haben, bitten Sie diesen, Ihnen ein Mietangebot auszustellen. Auf diesem Mietangebot müssen alle für das Jobcenter relevanten Daten über die Wohnung sowie die Telefonnummer des Vermieters zu finden sein. Viele Jobcenter haben dafür auch Formulare, die Sie dem Vermieter geben können. Mit dem vom Vermieter ausgefüllten Mietangebot müssen Sie so schnell wie möglich zu Ihrem Jobcenter gehen, damit dieses das Mietangebot prüfen und Ihnen bzw. Ihrem Vermieter die Kostenübernahme zusichern kann. Mit der schriftlichen Bestätigung der Kostenübernahme gehen Sie wieder zum Vermieter und können dort dann den Mietvertrag unterschreiben.
Bitte beachten Sie: Wenn Sie nicht genug Geld haben, kann das Jobcenter auch die Kaution für Ihre Wohnung übernehmen. Dafür bekommen Sie ein sogenanntes „Darlehen“ vom Jobcenter. Das bedeutet, Sie müssen dem Jobcenter das Geld für die Kaution schrittweise zurückbezahlen. Fragen Sie dazu am besten bei Ihrem Jobcenter nach.
جابسنټر د ژوند د لګښتونو تر څنګ د کور د کرايې، خدماتو او ګرمېدو لګښتونه هم درکوي. د اصولو له مخې د کرايې او دې لګښتونو اندازه محدوده ده او له ځانګړو شرطونو سره اړه لري.
مهم: اوس مهال د کورونا له کبله د کور اندازې او کرايې ته نه کتل کيږي. دا استثنا د ۲۰۲۲ کال تر پای پورې پلې کيږي.
له دې مودې وروسته ښايي بيا لاندې شرطونه پلي شي: د کور موندلو لپاره لومړی له جابسنټر څخه يو ليکلی تاييد ترلاسه کړئ. جابسنټر ښايي تاسې ته وايي چې د څومره کور نيولو او څومره کرايې ورکولو اجازه لرئ. د کرايې اندازه له يوه تر بل ښار توپير کوي او د کور اندازې او د ګرمېدو د لګښتونو په شان له بېلابېلو لاملونو سره اړه لري. له بل پلوه کور بايد يوه ټاکلې اندازه مساحت ولري. د جابسنټر ډېرې څانګې د هغو کورونو وړانديزونه ردوي چې د کرايې موده يې محدوده وي او يا يې کرايه وخت پر وخت لوړيږي. له همدې کبله د کور له پلټلو وړاندې په ټولو شرطونو ځان وپوهوئ.
کله چې د کورونو له يوه کرايه ورکوونکي څخه تاييد ترلاسه کړئ، له هغوی څخه د کرايې کور د وړانديز درکولو (Mietangebot) غوښتنه وکړئ. په دې وړانديز کې بايد د کرايه ورکوونکي د ټليفون شمېرې په شان د کور اړوند ټول مالومات وليکل شي. د جابسنټر ډېرې څانګې د دې کار لپاره ځانګړې فورمې لري چې کولای شئ د کور کرايه ورکوونکي ته يې ورکړئ. دا وړانديز يا فورمه بايد له ډکولو وروسته هر څومره ژر جابسنټر ته يوسئ څو له ارزولو وروسته تاسې يا د کور خاوند ته د کور د کرايې ورکولو ډاډ ورکړل شي. د کرايې ورکولو د ډاډ له سند (Bestätigung der Kostenübernahme) ترلاسه کولو وروسته هغه د کور خاوند ته وروړئ او د کور د کرايې سند لاسليک کړئ.
مهم: که کافي پیسې نه لرئ، جابسنتر ښايي د کور د کرايې د تضمین پیسې (Kaution) هم ورکړي. د دې کار لپاره جابسنټر تاسې ته پور (Darlehen) درکوي او بيا يې بايد په قسطونو کې بېرته ورکړئ. که اړتيا وي، په دې اړه له خپل جابسنټر سره خبرې وکړئ.
کله چې ستاسې غوښتنليک ومنل شي، د جابسنټر يوه کارکوونکي ته ورپېژندل کېږئ. دا کس د کار منځګړی يا استازی (Arbeitsvermittler*in) بلل کيږي او اړوند کس تر څار لاندې نيسي. جابسنټر کولای شي له بېلابېلو لارو له تاسې سره په کار موندلو کې مرسته وکړي:
- د جرمني ژبې د کورس لګښتونه ورکول: که په جرمني ژبه نه پوهېږئ او يا لږ پوهېږئ او لا مو انټګراڅيون يا ادغام او يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس نه وي بشپړ کړی، جابسنټر به يې د زده کولو او ترسره کولو لګښت درکړي.
- د دندې موندلو لپاره مشوره: په جابسنتر کې د کار استازی له تاسې سره ستاسې د زدهکړو او کار د فرصتونو په اړه خبرې کوي. که غواړئ په بل مسلک کې کار وکړئ او يا د ځان لپاره د وړ کار په اړه پوه شئ، کولای شئ له دې کسانو سره مشوره وکړئ. د ځانګړو شرطونو په پوره کولو سره کولای شئ د بلې دندې يا مسلک لپاره بيا زدهکړه وکړئ. دې زدهکړو ته بيا زدهکړه يا بيا روزنه (Umschulung) وايي او دندې ته په کتو له ۲ تر ۳ کالونو دوام کوي.
- د کار په غوښتنليک برابرولو کې مرسته: د کار استازي له تاسې سره د يوه کار لپاره د غوښتنليک (Bewerbung) په برابرلو کې مرسته کوي. تاسې کولای شئ له دوی سره خپله سيوي په ګډه اېډېټ کړئ او يا يو کاور لېتر (Anschreiben) جوړ کړئ.
- د ازاد کار (Selbständigkeit) پيلولو لپاره مرسته: که څوک غواړي ازاد کار پيل کړي، د کار استازي مرسته ورسره کولای شي. دا کار د مشورې او يا د پيل پیسو (Einstiegsgeld) له لارې کيږي. دا هغه مالي مرسته ده چې له بېکارۍ وروسته د بيا کار د پيل يا خپل کاروبار د پيلولو لپاره ورکول کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (پانګونه او کاروبار) او (ازاد کار) کې ولولئ.
د اړتيا وړ مرستې په اړه له بحث وروسته به له تاسې سره په ګډه د ادغام تړون (Eingliederungsvereinbarung) وشي. د دې تړون په اړه مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.
Wenn Sie eine Ausbildung oder Umschulung machen wollen, werden Sie dabei unterstützt. Seit der Einführung des Bürgergelds soll gelten: “Ausbildung ist wichtiger als Aushilfsjob”. Bislang war das Ziel, Sie so schnell wie möglich in Beschäftigung zu bringen. Auch wenn der Job keine besondere Qualifikation erforderte. Das nannte sich “Vermittlungsvorrang”. Dieser ist nun abgeschafft.
Deshalb können Jobcenter ab 1. Juli 2023 weitere Angebote machen, damit Sie eine gute Qualifikation haben:
- Wenn Sie es wollen, können Sie Ihren Berufsabschluss nachholen. Das können Sie auch in der regulären Länge (also beispielsweise drei Jahre) und bekommen dafür Förderung.
- Sie können dabei gefördert werden, während Sie Grundkompetenzen erlangen (z. B. Lesefertigkeiten, Mathematik-Fertigkeiten oder Kenntnisse in der IT-Technologie).
- Wenn Sie an Weiterbildungen teilnehmen, die Sie darauf vorbereiten einen Berufsabschluss nachzuholen, können Sie dafür ein monatliches Weiterbildungsgeld von 150 Euro bekommen.
- Wenn Sie bereit sind, an Programmen teilzunehmen, die Sie besonders dabei unterstützen, langfristig zurück in den Job zu finden, können Sie ein Bürgergeld-Bonus von 75 Euro im Monat erhalten.
- Zusätzlich gibt es Möglichkeiten, eine noch intensivere Betreuung zu erhalten. Das Coaching ist ein neues Angebot vom Jobcenter: Das kann bei Ihnen zuhause stattfinden. So können Sie weiterhin Ihrer Ausbildung oder Ihrem Job nachgehen.
Die Förderung “Teilhabe am Arbeitsmarkt” wird dauerhaft vom Jobcenter angeboten. Das ist besonders für Menschen gut, die bislang Schwierigkeiten haben, am Arbeitsmarkt einen Job zu finden. Durch öffentlich geförderte Programme sollen Sie einfacher in sozialversicherungspflichtige Beschäftigung finden.
Wichtig: Wenn Sie Bürgergeld erhalten, haben Sie Anspruch auf Weiterbildung. Diese Weiterbildungs-Angebote sind zusätzlich und sind nicht automatisch dabei. Damit das Jobcenter eine berufliche Weiterbildung für Sie bezahlt, müssen Sie bestimmte Voraussetzungen erfüllen. Das Jobcenter wird diese Voraussetzungen in einem Beratungsgespräch mit Ihnen klären.
Abgesehen davon gilt: Sie haben einen Anspruch darauf, einen Berufsabschluss, einen Hauptschulabschluss oder einen ähnlichen Schulabschluss nachzuholen.
Beachten Sie: Falls Sie an einer Weiterbildung teilnehmen, die aber am 1. Juli 2023 noch nicht abgeschlossen ist, können Sie trotzdem Geld für die restliche Zeit bekommen. Das nennt sich dann Weiterbildungsgeld. Sie erhalten dann monatlich 150 Euro.
د اصولو له مخې د جابسنټر کارکوونکي يوازې په جرمني ژبه خبرې کوي. دوی ځينې وخت په انګليسي يا نورو ژبو هم خبرې کوي خو د دې کار ضمانت نشته. که خپله په جرمني ژبه خبرې نه شئ کولای، ښه به وي له ځان سره داسې يو څوک بوځئ چې په جرمني ژبه پوهيږي. که خپله څوک نه پېژنئ، په خپل شاوخوا کې له مشورتي ادارو مرسته وغواړئ. که د دې ادارو پتې نه لرئ، کولای شئ زموږ په څوژبيز مشورتي پلتفورم (Together in Germany) يې په اړه پلټنه وکړئ.
د جابسنټر په ځينو څانګو کې وړيا ټليفوني ژباړن هم وي. دوی ستاسې د ورتګ پر مهال د ټليفون له لارې ستاسې او د جابسنټر د کارکوونکو تر منځ ژباړه کوي. ښه به وي چې د دې فرصت په اړه له اړوند جابسنټر څخه پوښتنه وکړئ.
له جابسنټر سره کوم حقونه او مسؤوليتونه لرم؟
کله چې د بېکارۍ د دوهم ډول پیسو غوښتنه کوئ، د جابسنټر پر وړاندې ځانګړي مکلفيونه لرئ. دا مکلفيتونه يا مسؤوليتونه په دوهم ټولنيز قانون (Sozialgesetz II) کې تنظيم شوي دي او د همکارۍ د مکلفيتونو (Mitwirkungspflicht) په نوم ياديږي.
د همکارۍ په مکلفيتونو کې د بېلګې په توګه لاندې شيان راځي؛
- ستاسې پته بايد مالومه وي او جابسنټر وکړای شي تاسې پوسټ وليږي. مهم: تاسې کولای شئ په کال کې يوازې درې پرلهپسې اونۍ د خپل اوسېدو له ځای څخه ليرې يا ناسوب واوسئ او په دې اړه هم بايد جابسنټر ته خبر ورکړئ.
- که په ژوند کې مو کوم بدلون راځي، بايد جابسنټر ته خبر ورکړئ.
- که ناروغ ياست او د بېلګې په توګه د ژبې کورس يا د جابسنټر ترمين ته نه شئ تللای، بايد جابسنټر ته خبر ورکړئ. که ناروغي مو له ۳ ورځو زياته شي، د ډاکټر تاييدليک ته اړتيا لرئ. دا تاييدليک بايد جابسنټر ته ښکاره کړئ.
- ټول غوښتنليکونه او فورمې بايد په سم ډول ډکې کړئ.
- بايد د هغې دندې غوښتنه وکړئ، کومه چې ستاسې د کار استازي له لوري درته پيدا کيږي.
- په هغو اضافي زدهکړو (Weiterbildungen) کې بايد ګډون وکړئ، کومې چې ستاسې د کار استازي له لوري يې سپارښتنه کيږي او تاسې ورسره موافق ياست. تاسې خپله هم د کورسونو او اضافي زدهکړو ترسره کولو وړانديز کولای شئ.
- که د جابسنټر لپاره د طبي معايناتو اړتيا وي، بايد د دولتي ډاکټر (Amtsärzt*innen) له لوري معايناتو ته غاړه کېږدئ. که دا کار کول نه غواړئ، له مشورتي ادارو څخه مرسته وغواړئ.
که څوک دا مکلفيتونه ترسره نه کړي، ښايي جابسنتر يې پیسې کمې کړي. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې ولولئ.
د همکارۍ د مکلفيت تر څنګ د ثبت د مکلفيت (Meldepflicht) هم شته. په دې اړه نور مالومات لاندې د ترمينونو په برخه کې ولولئ.
د ګډون يا یوځایکېدنې تړون (Eingliederungsvereinbarung) ستاسې او جابسنټر تر منځ د همکارۍ تړون دی. په دې تړون کې ستاسې او د جابسنټر د کارکوونکو تر منځ، ستاسې لپاره د دندې موندلو او په دې برخه کې د جابسنټر د مرستې په اړه توافق کيږي. د بېلګې په توګه، هلته د ژبې د کورس يا اضافي زدهکړو يادونه کيږي. له تړون وروسته بايد دواړه لوري په هغه عمل وکړي. که د تړون په جزئياتو نه پوهېږئ او يا له کوم څه سره موافق نه ياست، کولای شئ د تړون له لاسليک وړاندې مشوره ترلاسه کړئ. که څوک په تړون عمل ونه کړي، جابسنټر ښايي ورکول کېدونکې پیسې بندې کړي.
د کار د استازي او ستاسې له لوري دې تړون ته وخت پر وخت بيا کتنه کيږي. دا کار بايد لږ تر لږه په ۶ مياشتو کې يو ځل ترسره شي. دواړه لوري ګوري چې توافقات لا هم معتبر دي او که سمون غواړي. همدا شان کتل کيږي چې تاسې په دې توافقاتو عمل کړی دی او که نه.
که ستاسې يا ستاسې سره د کورنۍ د اوسېدونکو غړو په ژوند کې مهم بدلونونه راشي، بايد جابسنټر ته يې په اړه خبر ورکړئ.
جابسنټر ته بايد د لاندې بدلونونو په اړه سملاسي خبر ورکړل شي:
- کله چې تاسې يا مو د کورنۍ کوم غړی بل ځای ته کډه وکړي او يا کډه کول وغواړي.
- کله مو چې پته، ټليفون شمېره يا برېښناليک پته بدله شي.
- که د کور په کرايه يا د ګرمېدو په پیسو کې بدلون راشي.
- که نوی بانکي حساب پرانستل شي.
- که څوک امېدواره شي او يا مو د ژوند ملګرې ماشوم نړۍ ته راوړي.
- که څوک سره بېل شي او يا طلاق واخلي.
- که څوک واده سره وکړي او يا ګډ ژوند پيل کړي.
- که تاسې يا مو د کورنۍ کوم غړی نوی کار، اوسبيلډونګ يا لوړې زدهکړې پيل کړي.
- که تاسې يا مو د کورنۍ يو غړی د تقاعد غوښتنه وکړي.
- که تاسې يا مو د کورنۍ کوم غړي ته يو ځل اضافي پیسې راشي او يا په کومه مياشت کې زياتې پیسې ترلاسه کړي. د بېلګې په توګه که څوک ميراث ترلاسه کړي، له دولت څخه اضافي مرسته ترلاسه کړي او يا يې معاش زيات شي.
- که کوم ازاد کارکوونکی (Selbständiger*inn) زياتې پیسې وګټي او نور د جابسنټر مرستې ته اړتيا ونه لري.
جابسنټر ته بايد د دې بدلونونو په ړه د (Veränderungsmitteilung) فورمې په وسيله خبر ورکړئ. البته دا فورمه يوازې په جرمني ژبه ده. ځينې وخت ښايي د نورو ضميمو ډکولو ته هم اړتيا پېښه شي. په دې فورمو کې بايد اضافي مالومات وليکل شي. د دې تر څنګ بايد نور ثبوتونه هم مل شي څو ستاسې څرګندونې تاييد کړي. په دې برخه کې د بېلګې په توګه د روغتيايي بيمې د غړيتوب تاييدليک او يا د کور د کرايې د لوړېدو په اړه د کورونو د شرکت ليک يادولای شو.
يادونه: اړتيا نشته چې جابسنټر ته اصلي سندونه ولېږئ. د سندونو د کاپي لېږل بسنه کوي.
جابسنټر ته د سندونو د لېږلو لپاره پوسټ کارولای شئ. البته خپله هم کولای شئ ټول سندونه هلته يوسئ. د جابسنټر ځينې څانګې انلاين خدمتونه هم لري. د دې خدمتونو د کارولو لپاره انلاين اکونټ يا کارن ته اړتيا ده. د دې کارن پرانستلو په اړه له خپل جابسنټر څخه مالومات اخستلای شئ.
له جابسنټر څخه مرسته ترلاسه کوونکي بايد بل ځای ته له کډه کولو مخکې په دې اړه جابسنټر ته خبر ورکړي. که جابسنټر ته ثابته شي چې کډه کول اړين دي او دوی يې تاييد کړي، بيا کولای شئ د کډه کېدلو او د اړتيا پر مهال د کور د کرايې اضافي لګښتونه ترلاسه کړئ. که د جابسنټر له توافق پرته کډه وکړئ، د کډه کېدلو او کور د اضافي کرايې پیسې نه درکول کيږي.
د اصولو له مخې جاسنټر په لاندې حالتونو کې د کډه کولو اجازه ورکوي:
- کله چې د کډه کولو لپاره ښه دليل ولرئ او؛
- د نوي کور کرايه مو لوړه نه وي او ستاسې لپاره کافي ځای ولري.
د کډه کېدلو لپاره يو ښه دليل د بېلګې په توګه دا کېدای شي چې اوسنی کور مو ډېر کوچنی وي، په کور کې مو بل ماشوم نړۍ ته راشي او يا مو د کور قرارداد لغوه شي.
يادونه: که بلې سيمې ته کډه وکړئ، ښايي د جابسنټر بله څانګه مو مسؤوله وي. ښه به وي چې په دې اړه د اوسني جابسنټر له کارکوونکو سره خبرې وکړئ څو هلته ستاسې د دوسيې د لېږد پروسه اسانه کړي.
مهم: قبول شوي کډوال (Anerkannte Flüchtlinge) او د فرعي خونديتوب درلودونکي (Menschen mit subsidiärem Schutz) ډېری وخت اړ دي څو د (Wohnsitzregelung) قانون له مخې په يوه ټاکل شوي ځای کې ژوند وکړي. که تاسې هم له دې ډلې ياست او بلې سيمې ته کډه کول غواړئ، بايد ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمنی کې د استوګنې اجازې يا قبولۍ ډولونه) کې ولولئ.
جابسنټر له تاسې سره د کار په موندلو کې مرسته کوي او د بېکارۍ دوهم ډول پیسو ترلاسه کولو لپاره ستاسې د غوښتنې د ارزولو مسؤول دی. له همدې کبله تاسې ته هر وخت ليکونه ليږي او هلته د ورتلو غوښتنه درڅخه کوي. دې ټاکل شوې نېټې ته ترمين (Termin) وايي.
دې ترمينونو ته بايد په خپله ورشئ او دې کار ته د حاضرۍ يا راپور ورکول مکلفيت (Meldepflicht) وايي.
جابسنټر ښايي تاسې لاندې ترمينونو ته وروغواړي:
- د دندې لپاره د مشورې ترمين.
- د کار موندلو لپاره ترمين.
- د کار استازي له لوري د مرستو د بېلابېلو وړانديزونو په اړه د خبرو لپاره ترمين.
- د بېکارۍ دوهم ډول پیسو ترلاسه کولو لپاره ستاسې د غوښتنې په اړه د پوښتنو ځوابولو ترمين.
- د طبي معايناتو لپاره ترمين.
د اصولو له مخې ترمين د پوسټ له لارې ترلاسه کوئ. البته جابسنټر کولای شي تاسې ته ټليفون وکړي او هلته مو وروغواړي. ځينې وخت بل ترمين همالته جاسنټر ته د تګ پر مهال درکول کيږي. مهم: که نه شئ کولای پر وخت ترمين ته حاضر شئ، بايد سملاسي جابسنټر ته خبر ورکړئ او بل ترمين واخلئ. که له دليل پرته يو ترمين پرېږدئ او هلته حاضر نه شئ، ښايي جابسنټر مو پیسې بندې يا کمې کړي.
جابسنټر ته وروتګ لپاره د ترانسپورتي وسيلو د ټکټ پیسې هم درکول کيږي. له خپل اړوند جابسنتر څخه په دې اړه پوښتئ چې بايد د دې کار لپاره يو غوښتنليک وړاندې شي او که نه.
د جابسنټر مرسته ترلاسه کوونکي کولای شي په کال کې درې اونۍ د خپل اوسېدو ځای پرېږدي. جابسنټر دې مودې ته رخصتي (Urlaub) نه بلکې له د اوسېدو په ځای کې ناسوبتيا (Ortsabwesenheit) وايي.
مهم: بل ځای ته د سفر پر مهال بايد له ۷ تر ۱۴ ورځې مخکې له جابسنټر سره دا خبره شريکه کړئ. که د جابسنټر انلاين کار ن يا اکونټ لرئ، کولای شئ پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ د خپلې ناسوبتيا غوښتنه ثبت کړئ. همدا شان کولای شئ جابسنټر ته يو برېښناليک ولېږئ. د اړوندې ادارې برېښناليک د جابسنټر په سندونو او ليکونو کې موندلای شئ. په ياد مو وي چې په برېښناليک کې د ګډې استوګنې شمېره (Bedarfsgemeinschaftsnummer) يا د غړيتوب شمېره (Kundennummer) وليکئ. جابسنټر به تاسې ته په دوو ورځو کې ځواب درکړي. که داسې ونه شي، ورشئ او خپله له دوی په دې اړه پوښتنه وکړئ.
پاملرنه: د ناسوبتيا پر مهال بايد د خپل سفر لپاره يوه ښه دليل ولرئ. د دليل ښايي د بېلګې په توګه په بل هېواد، ښار يا سيمه کې د کورنۍ له غړيو سره ليدل وي.
که څوک د جابسنټر پر وړاندې خپل مکلفيتونه ترسره نه کړي او يا له جابسنتر سره له شوو تړونونو سرغړونه وکړي، ښايي جابسنټر يې جريمه کړي. دې جريمې ته بنديز يا (Sanktion) وايي. اوس يوازې ترمين ته د نه حاضرېدلو لپاره جريمه کې دای شئ. د دې جريمې له مخې بيا اړونده کسانو ته لږ پیسې ورکول کيږي. جابسنټر کولای شي ستاسې د پيسو ۱۰ سلنه راکمې کړي. دا کار هغه وخت کيږي چې څوک لږ تر لږه دوه ځله ترمينونو ته حاضر نه شي. په داسې حالت کې د جابسنټر له لوري پرېکړهليک ترلاسه کوئ.
مهم: که له بنديزونو سره موافق نه ياست، کولای شئ پر وړاندې يې اعتراض وکړئ. په دې اړه نور مالومات لاندې په بله برخه کې وګورئ.
که د جابسنټر له پرېکړو سره موافق نه ياست، کولای شئ پر وړاندې يې اعتراض وکړئ. له اعتراض سره دا ډاډ ترلاسه کيږي چې د جابسنټر کارکوونکي يو ځل بيا پرېکړ ته کتنه کوي او ښايي خپله پرېکړه بدله کړي.
اعتراض بايد په ليکلې بڼه وي او کولای شئ خپله يا د پوسټ له لارې يې جابسنټر ته ورسوئ. که خپله اعتراضليک وروړئ، بايد له هغوی څخه د اعتراض ترلاسه کولو تاييد ترلاسه کړئ. په دې ډول وروسته د اړتيا پر مهال ثابتولای شئ چې جابسنټر ته مو خپل اعتراض وړاندې کړی او هغوی ترلاسه کړی دی. که د پوسټ له لارې يې لېږل غواړئ، د ثبت شوي پوسټ (Einschreiben) له لارې يې ولېږئ څو د ترلاسه کېدو تاييد هم ترلاسه کړئ. دا تاييدليکونه بايد په ښه ډول وساتئ.
د اعتراض ثبتولو لپاره د ځانګړو فورمو ډکولو ته اړتيا نشته. يوازې د يوه ليک ليکل بسنه کوي. په دې ليک کې روښانه کړئ چې ولې د جابسنټر له پرېکړې سره توافق نه لرئ. په ياد مو وي چې په ليک کې د ګډې استوګنې شمېره (Bedarfsgemeinschaftsnummer) يا د غړيتوب شمېره (Kundennummer) او د پرېکړې د حوالې يا دوسيې شمېره (Aktenzeichen) وليکئ. که مرستې ته اړتيا لرئ، له مشورتي ادارو سره اړيکه ونيسئ.
مهم: دا چې تر کومه وخته اعتراض کولای شئ، د جابسنټر د پرېکړهليک په پای کې يې د قانوني خبرتيا (Rechtsbelehrung) په برخه کې موندلای شئ. په معمول ډول په قانوني خبرتيا کې ليکل کيږي چې تاسې کولای شئ تر يوې مياشتې پورې خپل اعتراض ثبت کړئ. که ستاسې په ليک کې قانوني خبرتيا او مهلت نه وي، تر ۱۲ مياشتو پورې د اعتراض حق لرئ.
جابسنټر بايد د درې مياشتو په موده کې ستاسې اعتراض ته ځواب درکړي. که په دې موده کې ځواب ترلاسه نه کړئ، کولای شئ ټولنيزې محکمې (Sozialgericht) ته عريضه وکړئ. دې عريضې ته د د عمل نه کولو عريضه (Untätigkeitsklage) وايي. د دې کار لپاره وکيل ته اړتيا نشته خو ښه به وي چې په اړه يې مشوره ترلاسه کړئ. د خپلې سيمې ټولنيزه محکمه پر (www.justizadressen.nrw.de) وېبسایټ موندلای شئ. هلته د (Suche des zuständigen Gerichts / Staatsanwaltschaft) په برخه کلېک وکړئ او د (Sozialsachen) برخه وټاکئ. وروسته د خپلې سيمې پوستي کوډ او د سيمې نوم ورکړئ. په دې ډول د خپلې سيمې د ټولنيزې محکمې پته موندلای شئ.
که جابسنټر په درې مياشتو کې د ننه له تاسې سره اړيکه ونيسی او ستاسې اعتراض رد کړي، کولای شئې پر وړاندې يې ټولنيزې محکمې (Sozialgericht) ته عريضه وکړئ. د دې کار لپاره وکيل ته اړتيا نشته خو ښه به وي چې په اړه يې مشوره ترلاسه کړئ. په ياد مو وي چې دا عريضه له رد وروسته د يوې مياشتې په موده کې وکړئ. که دا کار ونه کړئ، بايد د جابسنټر پرېکړه ومنئ.
ځينې وخت ښايي جابسنټر له تاسې بېرته درکول شوې پیسې وغواړي. دا کار د بېلګې په توګه په هغه وخت کې کيږي چې تاسې په خپله شتمنۍ يا عايد سربېره د جابسنټر مرسته هم ترلاسه کړې وي او يا مو له جابسنټر څخه اضافي پیسې اخيستې وي. بېرته ورکول کېدونکې پیسې په قسطونو کې هم ورکولای شئ. په دې ډول په هره مياشت کې يوه اندازه ټاکل شوې پیسې ورکړئ، تر هغې چې ټولې پیسې پوره شي.
که د بېرته ورکول کېدونکو پیسو له مقدار يا خپله له دې پرېکړې سره موافق نه ياست، کولای شئ پر وړاندې يې اعتراض وکړئ.
که د جابسنټر کارکوونکي له تاسې سره تبعيضي يا توکميز او يا هم توپيري چلند وکړي، بايد په هېڅ صورت يې تحمل نه کړئ. په جرمني کې توپيري او توکميز چلند منع دی. تاسې کولای شئ په دې اړه پوليسو ته شکايت وکړئ. د دې شکايت يوه بېلګه يا نمونوي فورمه پر (antdikriminierungsstelle.de.) وېبسایټ موندلای شئ. که د فورمې په ډکولو کې ستونزه لرئ، کولای شئ له مشورتي ادارو څخه مرسته ترلاسه کړئ.
مهم: پوليسو ته د توکميز يا توپيري چلند پر ضد شکايت کول له دولت څخه په ترلاسه کېدونکې مرسته يا ستاسې د استوګنې په اجازه اغېز نه لري. له شکايت وروسته د جابسنټر دا کارکوونکي ستاسې له دوسيې لرې کيږي او بل څوک دنده پر غاړه اخلي. څوک نه شي کولای تاسې ته د شکايت له کبله جزا درکړي. په عمومي توګه جابسنټر ستاسې د استوګنې په اجازه هم اغېز نه لري.
د دې تر څنګ کولای شئ اړوند جابسنټر ته هم د کار څارنې شکايت (Dienstaufsichtsbeschwerde) وړاندې کړئ. په دې ډول ښايي هغه کارکوونکی جريمه شي او يا له کاره وشړل شي. د دې ډول شکايت لپاره يوه بېلګه پر (hartz4.org) وېبسایټ موندلای شئ. تاسې کولای شئ دا شکايتپاڼه په خپله جابسنټر ته يوسئ. په ياد مو وي چې له دوی څخه د ترلاسه کولو ليکل شوی تاييد ترلاسه کړئ. شکایتپاڼه د پوست له لارې هم لېږلای شئ. که د پوسټ له لارې يې لېږل غواړئ، د ثبت شوي پوسټ (Einschreiben) له لارې يې ولېږئ څو د ترلاسه کېدو تاييد هم ترلاسه کړئ. دا تاييدليکونه بايد په ښه ډول وساتئ. پاملرنه: د شکایت ثتبولو لپاره وروستۍ نېټه نشته خو ښه به وي چې هر څومره ژر شکايت ثبت شي. په دې ډول ستاسې د بريا چانس زياتيږي.
پر (faire-integration.de) وېبسایټ، په خپل شاوخوا کې داسې مشورتي مرکزونه يا مشوره ورکوونکي موندلای شئ چې د کار حقونو او د جابسنټر اړوند قوانينو په اړه بشپړ مالومات لري. د دې ادارو مشوره وړيا ده او کارکوونکي يې په بېلابېلو ژبو خبرې کولای شي.
د دې تر څنګ د کډوالو له مشورتي مرکزونو او يا د ځوانو کډوالو له خدمتونو سره هم اړيکه ونيسئ. د ځوانو کډوالو د خدمتونو مرکز د هغو کسانو لپاره دی چې عمر يې له ۲۷ کالونو کم وي. د دې ادارو کارکوونکي هم په بېلابېلو ژبو خبرې کوي او مرسته يې وړيا ده. دوی همدا شان کولای شي له تاسې سره د فورمو په ډکولو او د غوښتنليکونو په لېږلو کې مرسته مرسته وکړي.
که په ورځني ژوند کې د خپل اصليت، مليت، جنسيت، جنسي لېوالتيا يا عمر له کبله توپيري چلند درسره وشي، کولای شئ له فدرالي تبعیض ضد ادارې (Anti-Diskriminierungsstelle des Bundes) سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکي هره دوهنۍ يا دوشنبه د ماسپښين له ۱ تر ۳ او هره څلورنۍ يا چهارشنبه او جمعه د سهار له ۹ بيا د غرمې تر ۱۲ بجو ستاسې ټليفوني اړيکو ته په (۰۳۰۱۸۵۵۵۱۸۵۵) شمېره ځوابونه وايي. دوی ته په (beratung@ads.bund.de) پته برېښناليک هم لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په جرمني، انګليسي او عربي ژبو خبرې کوي او مرسته يې وړيا ده.
که په خپل شاوخوا کې مشورتي اداره نه شئ موندلای، کولای شئ زموږ له انلاين ټولنيز پلټفارم (Together in Germany) سره په اړيکه کې شئ. زموږ مرسته وړيا او په څو ژبو ده.
مهم
کله چې جابسنټر ته سندونه وروړئ او يا يې ورلېږئ، تل يو تاييد ترلاسه کړئ او له ځان سره يو ثبوت وساتئ. په دې ډول تاسې ثابتوئ چې سندونه مو پر وخت لېږلي دي. دا کار هغه مهال ګټور تماميږي چې که په جابسنټر کې ستاسې سندونه ورک شي او يا ورونه رسيږي.