د اروپايي ټولنې شين کارت

Blaue Karte EU
اوسمهالیز 22.11.2023

د اروپايي ټولنې شين کارت څه ډول ترلاسه کولای شو

د اروپايي ټولنې شين يا آسماني کارت (Blaue Karte EU) د امريکا د متحده‌ ايالتونو زرغون کارت ته ورته دی. د دې کارت ترلاسه کوونکي د کارت د ترلاسه کولو له نېټې څخه په جرمني کې د لږ تر لږه څلورو کالونو ژوند کولو اجازه لري او هغو اکاډميکو کسانو ته ورکول کيږي چې په جرمني کې کار کول غواړي. د دې کارټ مقررات د استوګنې په قانون او اروپايي ټولنې په قوانينو کې روښانه شوي دي.

يادونه: له ډنمارک او ايرلنډ پرته د اروپايي ټولنې په ټولو هېوادونو کې د شنه کارت غوښتنه کولای شئ. البته د کلني معاش د اندازې په شان ځينې شرطونه ښايي توپير ولري.

مهم: د اروپايي ټولنې د شنه کارت تعديل شوي قوانين د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له اتلسمې نېټې پلي کيږي او له مخې يې د دې کارت ترلاسه کولو شرطونه اسانه شوي دي. د يادونې وړ ده چې د پلي کېدو دا پروسه ښايي په ځينو ادارو کې له مقرراتو سره د برابرولو لپاره وخت ونيسي او سملاسي پلې نه شي.

که په دې اړه نورې پوښتنې لرئ، کولای شئ زموږ د ټولنيز پلټفورم ټوګېدر اېن جرمني له لارې يې پوښتئ او ځوابونه ترلاسه کړئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

څوک جرمني لپاره د اروپايي ټولنې شين کارت ترلاسه کولای شي؟

هغه مسلکي کسان چې د کارګرو د کمښت اړوند دندو (Mangelbrufe) کې کار پيلوي، د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار ادارې تاييد ته اړتيا لري. دا کار د دې لپاره کيږي چې ډاډ ترلاسه شي چې بهرني کارکوونکي د جرمني کارکوونکو په پرتله له ناسمو شريطو لاندې کار نه کوي. د تاييد پروسې د چټکۍ لپاره، جرمني ته له راتګ وړاندې ستاسې راتلونکې کار درکوونکې ادره پر (www.arbeitsagentur.de) وېبسایټ د منلو غوښتنه وړاندې کولای شي.

د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له ۱۸مې نېټې راهيسې د ډېرو ماهرو کارګرو او متخصصو کسانو لپاره د شنه کارت ترلاسه کول اسانه شوي دي. لاندې کسان د اروپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه کولای شي:

  • هغه کسان چې د جرمني له پوهنتونو څخه د فراغت سند ولري او يا يې په بهر کې د فراغت سند په جرمني کې رسمي شوی يا معادل شوی وي. همدا شان هغه کسان چې د جرمني د فراغت له سندونو سره معادل سند ولري. دا ټول کسان بايد په جرمني کې، په خپله څانګه کې د ثابتې دندې وړانديز او يا هم د کار داسې قرارداد ولري چې لږ تر لږه کلنی خالص معاش يې په جرمني کې د تقاعد د بيمې د ونډې له مخې ۵۶٬۶ سلنه وي.
  • هغه کسان چې د پوهنتون د فراغت معادل، درې کلنې مسلکي او تخنيکي ثانوي زده‌کړې يې ترسره کړې وي، کومې چې د نړيوال زده‌کړو له معيار (ISCED 2011) سره برابرې وي او يا هم د اروپايي سندونو په چوکاټ کې لږ تر لږه شپږم لېول ته ورسيږي. که نه پوهېږئ چې دا معيار پوره کولای شئ او که نه، د (چېرته مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟) برخه ولولئ.
  • هغه مسلکي کسان چې د کارګرو د کمښت اړوند دندو (Mangelbrufe) کې کار کوي او په تېرو درې کالونو کې له پوهنتون څخه فارغ شوي‌ وي. دوی بايد د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار داسې قرارداد ولري چې لږ تر لږه کلنی خالص معاش يې په جرمني کې د تقاعد د بيمې د ونډې له مخې ۴۵٬۳ سلنه وي. د يادونې وړ ده چې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د جرمني د کار ادارې توافق مهم دی.
  • هغه کسان چې د آی ټي په ځانګړو برخو کې کار کوي؛که د فراغت سندونه هم ونه لري، ښايي د جرمني‌ د کار ادارې په توافق شين کارت ترلاسه کړي. دوی هم بايد د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار داسې قرارداد ولري چې لږ تر لږه کلنی خالص معاش يې په جرمني کې د تقاعد د بيمې د ونډې له مخې ۴۵٬۳ سلنه وي. دا کسان بايد ثابته کړي چې ځانګړي مهارتونه او پوهه لري او په تېرو ۷ کالونو کې يې لږ تر لږه درې کاله د کار تجربه درلودلې ده.

مهم: هغه مسلکي کسان چې د کارګرو د کمښت اړوند دندو (Mangelbrufe) کې کار پيلوي، د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار ادارې تاييد ته اړتيا لري. دا کار د دې لپاره کيږي چې ډاډ ترلاسه شي چې بهرني کارکوونکي د جرمني کارکوونکو په پرتله له ناسمو شريطو لاندې کار نه کوي. د تاييد پروسې د چټکۍ لپاره، جرمني ته له راتګ وړاندې ستاسې راتلونکې کار درکوونکې ادره پر (www.arbeitsagentur.de) وېبسایټ د منلو غوښتنه وړاندې کولای شي.

 

په ياد مو وي چې د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار قرارداد بايد لږ تر لږه د شپږو مياشتو لپاره وي.

د جرمني د داخله چارو فدرالي وزارت هر کال د اروپايي ټولنه د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره، د دسمبر په ۳۱مه نېټه تر ټولو لږ معاش ټاکي. دا مالومات پر (www.bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

چېرته د اروپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه کولای شم؟

د اصولو له مخې د جرمني د کډوالو اداره (Ausländerbehörde) د اروپايي ټولنې د شنه کارت ورکولو مسؤوليت لري.

  • که په جرمني کې ژوند کوئ، د خپلې سيمې له اوسلنډربېهورده څخه د شنه کارت ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ.
  • که د لږ تر لږه اتلس مياشتو لپاره د اروپايي ټولنې د بل هېواد اړوند د اروپايي ټولنې شين کارت لرئ، کولای شئ جرمني ته د کار ويزې له غوښتلو پرته راشئ، خو په‌ يوه مياشت کې د ننه بايد د جرمني لپاره د اورپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه وکړئ. د جرمني د کډوالو چارو ادارې له تاييد پرته د کار اجازه نه لرئ.
  • که له اروپايي ټولنې د باندې ژوند کوئ، بايد همالته د جرمني له سفارت څخه د کار ويزې غوښتنه وکړئ. جرمني ته راتګ وروسته او د ويزې له ختمېدلو وړاندې د اړوند ښار له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د اروپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه وکړئ.

په شاوخوا کې د اوسلنډربېهوده ادارې يوه څانګه پر (bamf-navi.bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

يادونه: د جاپان، کاناډا، اسټراليا، انګليس، شمالي ايرلنډ، امريکا، جنوبي کوريا، اسراييلو او نيوزيلنډ وګړي کولای شي جرمني ته له ويزې پرته راشي خو دلته له رارسېدو وروسته اړ دي چې د کار اجازې غوښتنه وکړي.

 

چېرته د ويزې غوښتنه کولای شم؟

که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي. د ويزې ترلاسه کولو په اړه نور مالومات د ماهرو کسانو لپاره د جرمني ويزې په څپرکي کې لوستلای شئ.

 

دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

د دې کارت ترلاسه کولو لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي؟

زموږ په بل څپرکي (د ماهرو کسانو لپاره د جرمني ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده. د ځينو هېوادونو له وګړو ښايي د نورو اضافي سندونو غوښتنه هم وشي. ښه به وي چې په سيمه کې د جرمني له سفارت يا کنسولګرۍ څخه په دې اړه مالومات ترلاسه شي.

د اروپايي تولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:

 

  • د پوهنتون د فراغت تاييد شوی سند
  • په جرمني کې د کار داسې تړون او يا هم د کار وړانديز چې کلنۍ معاش يې له اړينو شرايطو سره برابر وي. د کار درکوونکی اړ دی چې د کار د ورکړې يو سند (Erklärung zum Beschäftigungsverhältnis) لاسليک کړي.

يادونه: په بهر کې ترلاسه شوي اکاډميک سندونه بايد په جرمني کې رسمي شي. په دې اړه نور مالومات د بهرنيو سندونو رسمي کول په څپرکي کې لوستلای شئ

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

جرمني ته له راتګ وروسته بايد لومړی خپله پته ثبت کړئ او بيا‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د اروپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

د اروپايي ټولنې شين کارت، د اصولو له مخې د يوه کال لپاره ورکول کيږي. که کاري تړون مو له دې د لنډې مودې لپاره وي، کارت به هم د هماغه مودې جمع درې مياشتو لپاره درکړل شي. د اصولو له مخې دا وخت بيا د کار له نوي تړون سره وروسته غځېدای شي.

کولای شم خپله دنده بدله کړم؟

هو، کولای شئ. د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له ۱۸مې نېټې وړاندې که مو غوښتي وای د کار په لومړيو دوو کالونو کې خپله دنده بدله کړئ، بايد له اړونده اوسلنډربېهورده ادارې مو اجازه اخيستې وای. اوس دا شرط نشته.

د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو وروسته په لومړيو ۱۲ مياشتو کې د کار يا مسلک بدلولو لپاره د جرمني د کډوالو ادارې اجازې ته اړتيا نه لرئ. البته که نوې دنده مو د اروپايي ټولنې د شنه کارت پر معيارونو برابره نه وي، ښايي د کډوالو چارو اداره مو د مسلک بدلون رد کړي. دا کار د دې لپاره کيږي چې بهرني کارکوونکي د جرمني کارکوونکو په پرتله، په ناسمو شرايطو کار ونه کړي.

د اروپايي ټولنې د شنه کارت ګټې څه دي؟

د اروپايي ټولنې د شنه کارت درلودونکو ته د کورنۍ د غړو راوستل اسانه دي. د بېلګې په توګه ستاسې د کورنۍ غړي اړ نه دي چې د جرمني ژبې د زده‌کړې ثبوت وړاندې کړي. له دې پرته دوی کولای شي جرمني ته له راتګ سره سملاسي کار پيل کړي.

د اروپايي ټولنې له شنه کارت سره کولای شئ له ۳۳ مياشتو وروسته په جرمني کې د استوګنې دايمي اجازه ترلاسه کړئ. په داسې حالت کې د جرمني ژبې د (A1) سند غوښتل کيږي. که څوک د (B1) سند ولري، يوازې ۲۱ مياشتې وروسته کولای شي د جرمني د استوګنې دايمي اجازه ترلاسه کړي.

  • په بل اروپايي هېواد کې د اروپايي‌ ټولنې د شنه کارت ترلاسه کوونکي کولای شي د ۱۸۰ ورځو په موده کې ۹۰ ورځې په جرمني کې د کار يا مهاجرت ادارو له اجازې پرته کار وکړي. البته د دوی دا کار بايد د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره له قرارداد سره سم وي. که شين کارت له شېنګن هېوادونو پرته د اروپايي ټولنې د بل اړوند هېواد له لوري ورکول شوی وي، ښايي د نورو سندونو غوښتنه هم وشي.
  • د اروپايي ټولنې د شنه کارت هغه درلودونکي چې په د اروپايي ټولنې په اړوند بل هېواد کې له شنه کارت سره ۱۲ مياشتې تېرې کړي، کولای شي جرمني ته د کار لپاره راشي. د اصولو له مخې دوی بايد په جرمني کې د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو معيارونه پوره کړي خو ځينې استثناوې بيا هم شته.
له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که پوښتنه لرئ، کولای شئ د ټوګېدر اېن جرمني پر پلټفورم يې په خپله ژبه ځواب ترلاسه کړئ. د سندونو د رسمي کولو يا معادل کولو په اړه نور مالومات پر (www.anerkennung-in-deutschland.de) وېبسایټ ولولئ. همدا شان د (بمف) اداره هم په دې اړه ستاسې پوښتنو ته د ټليفون يا برېښناليک له لارې په انګليسي او جرمني ژبو ځواب درکوي.

مهم

د اروپايي ټولنې د شنه کارت درلودونکي کولای شي يوازې ۳۳ مياشتې وروسته د دايمي استوګنې اجازه (Niederlassungserlaubnis) ترلاسه کړي. که څوک د جرمني ژبې د B1 سند ولري، دا موده ۲۱ مياشتو ته راټيټيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د دايمي استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: