کورونا وايروس او د کډوالو لپاره اړين مالومات

Menschen mit medizinischen Masken sitzen in einem Warteraum
اوسمهالیز 14.10.2022

د کورونا د بحران پر مهال د کډوالو حالت څنګه دی؟

کورونا وايروس لا هم په جرمني کې خلک نيسي او د ورځني ژوند تر څنګ يې د مهاجرت او کډوالۍ اړوند سيستمونه او اړوندې چارې ټکنی کړې دي. دلته به د مهاجرت او پنا غوښتنې اړوند هغه مالومات ومومئ چې له کورونا سره تړاو لري. همدا شان د کورونا د بحران پر مهال د دوبلين پروسې يا د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه هم مالومات موندلای شئ.

کډوال او مهاجر بايد په څه وپوهيږي؟

کمپونو کې حالت څنګه دی؟

 په خواشينۍ چې په ټول جرمني کې د کډوالو د هستوګنځايونو لپاره يو ډول مقررات نشته. ستاسې د کمپ يا هستوګنځي مسؤولين کولای شي تاسې ته ووايي چې څه وکړئ او نوي مقررات څه دي. په ډېرو ځايونو کې له وړاندې د حل لارې پلټل شوې دي. دا چې نور به څه کيږي؛ له موږ سره پاته شئ او نويو خبرونو ته په تمه اوسئ.

که په خپل کمپ کې له سخت حالت سره مخ ياست؛ کولای شئ د مهاجرو شورا له ځايي دفتر سره اړيکه ونيسئ. په خپل شاوخوا کې د مهاجرو شورا يوه څانګه پر (fluechtlingsrat.de.) وېبسایټ موندلای شئ.

ایا له روغتیايي بیمې پرته واکسین کولی شم؟

هو، کولی شئ د واکسین په مرکزونو کې واکسین ترلاسه کړئ. د واکسين ترلاسه کولو لپاره روغتیايي بیمې ته اړتیا نه لرئ. که څوک د پېژندنې سند ونه لري‌ هم واکسين کولی شي خو بيا د واکسينو ترلاسه کولو سند نه ورکول کيږي.که د پیژندنې سندونه نه لرئ خو غواړئ د واکسین کولو ثبوت ولرئ، ښايي په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې، په مستعار نوم او وړیا توګه واکسین وکړئ. د دې کار لپاره د کډوالو د مشورې په مرکزونو کې پوښتنه وکړئ. د خپلې سيمې د مشورې مرکزونه دلته وپلټئ.

که ستاسې په کمپونو کې د واکسین کولو کمپاين کیږي، کولی شئ هلته هم واکسین ترلاسه کړئ.

يادونه: د واکسين کولو پر مهال بايد د خپل روغتيايي حالت او رضايت ډکې شوې فورمې له ځان سره ولرئ. دلته په بېلابېلو ژبو کې د Moderna او Biontech واکسينو په اړه مالومات موندلای شئ. او دلته د AstraZeneca او Johnson & Johnson اړوند سندونه ترلاسه کړئ.

 

اوس هم خلک ډيپورټ کيږي؟

اوس مهال ډيپورټ بيا پیل شوی دی. دا چې کومو هېوادونو ته به خلک ډيپورټ شي، د هماغه هېواد له حالت، کرنتين او نورو شرطونو سره اړه لري. د يادونې وړ ده چې د دوبلين ډيپورټ هم ممکن دی او اوس ځينې هېوادونو ته خلک ډيپورټ کيږي. که له ډي‍پورټه وېرېږئ، کولای شئ له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. د پروازول ادارې کارکوونکي ستاسې ټليفوني اړيکو ته ځواب وايي. همدا شان د مهاجرو شورا او خپل وکيل سره هم اړيکه نيولای شئ. د ډيپورټ په اړه بشپړ مالومات په بل څپرکي (ډيپوټ) کې موندلای شئ.

د دوبلين پروسه څنګه کيږي؟

په ۲۰۲۰ کال د څو مياشتو لپاره د کورونا د وبا د خپرېدو له کبله نورو اروپايي هېوادونو ته څوک نه ډېپورټ کېدل خو وروسته دا پروسه بيا پيل شوه. هغه مهال د بمف (BAMF)  نظر دا و چې د کورونا له کبله رامنځته شوې وقفه د دوبلين د انتقال په موده کې حساب نه کړي خو دا کار يې د ډېرو  قانوني بنسټونو له نيوکو سره مخ شو. وروسته بيا بمف پرېکړه وکړه چې په ۲۰۲۰کال کې د کورونا له کبله رامنځته شوې وقفه هم د دوبلين د انتقال په موده کې حساب کړي. د ۲۰۲۰ کال په اګست کې بمف پرېکړه وکړه چې هغه کسان چې په ۲۰۲۰ کال کې يې د کورونا بحران له کبله د دوبلين پروسه ځنډېدلې او محکمې ته يې عريضه نه وي کړې، کولای شي په جرمني کې پنا وغواړي. البته که چا مخکې له مخکې محکمې ته‌ په دې اړه عريضه کړې وي، بايد د هغو ځواب ته منتظر شي. که تاسې هم د دوبلين مقررې سره مخ ياست؛ بايد له خپل وکيل يا مشورتي مرکز څخه مرسته وغواړئ. د مهاجرو له شورا (Flüchtlingsrat) او پروازول ادارې څخه هم مرسته غوښتلای شئ.

د دوبلين په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د دوبلين پروسيجر) کې لوستلای شئ.

کولای شم اوس هم د پنا غوښتنه وکړم؟

هو. تاسې کولای شئ د خپلې سيمې د مهاجرت او کډوالو اړوند فدرالي اداره  (BAMF)کې د پنا غوښتنه وکړئ.  هلته د ورتګ پر مهال بايد ماسک ولرئ او اړين واټن مراعات کړئ. په ځينو سيمو کې ښايي په خپله د پنا غوښتل شوني نه وي. په داسې حالت کې بايد په په ليکلي ډول عريضه وړاندې کړئ. کله چې په جرمني کې د راغلي کډوال په توګه ثبت (Erstaufnahmeeinrichtung) شئ؛ د رارسېدو ثبوت (Ankunftsnachweis) او اړوندې څانګې ته ورتګ غوښتنليک درکول کيږي. که په ليکلي ډول مو عريضه وړاندې کړې وي، د پناغوښتنې فورمه درکول کيږي. دا فورمه بايد ډکه او لاسليک کړئ او د رارسېدو له ثبوت سره يې د کډوالو او مهاجرت فدرالي ادارې يا بمف ته د پوست له لارې ولېږئ. بمف به بيا تاسې ته د استوګنې لنډمهالې اجازه راوليږي. د مرکې لپاره د ورتګ غوښتنه هم ښايي د پوست له لارې ترلاسه کړئ. د پناغوښتنې په اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د پنا غوښتنې پروسيجر) کې لوستلای شئ. نور مالومات د بمف پر وېبسایټ هم (bamf.de) لوستلای شئ.

څنګه کولای شم د خپل ډولډونګ وخت تمديد کړم؟

که د ډولډونګ يا زغمل شوې استوګنې د اجازې  وخت مو پوره شوی وي، بايد د نوي کېدو لپاره يې هڅه وکړئ. د دې کار لپاره د خپلې سيمې د اوسلنډربېهورده ادارې وېبسایټ وګورئ او وګورئ چې څه ډول ترمين اخستلای شئ. که دا اداره تړلې وي او يا يې خدمتونه محدود وي، کولای شئ د دوی پر وېبسایټ انلاين فورمه ډکه وپلټئ او ډکه کړئ. که فورمه نه وي دې ادارې ته ټليفون وکړئ او يا برېښناليک ورته ولېږئ. په ياد مو وي چې په برېښناليک کې د خپل بشپړ نوم، زېږون نېټې او حالت په شان ټول مهم مالومات وليکئ او د ډولډونګ د نوي کېدو غوښتنه وکړئ. په خپل شاوخوا کې د اوسلندربېهورده يوه اداره پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ. د ډولډونګ په اړه نور مالومات زموږ‌ په بل څپرکي (ډولډونګ) کې لوستلای شئ.

اوسلنډربېهورده به لومړی تاسې ته د پوسټ له لارې يو مثنی سند يا خيالي سند (Fiktionsbescheinigung) وليږي. له دې سره ستاسې ډولډونګ معتبر پاته کيږي.که له ستونزې سره مخ ياست او يا مو هېڅ سند نه وي ترلاسه کړی، کولای شئ له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. په خپله سيمه کې د مشورتي ادارو پتې دلته موندلای شئ.

د کورنيو غړو د راوستلو لپاره زما غوښتنه څنګه کيږي؟

اوس مهال په نورو هېوادونو کې د جرمني ډېر سفارتونه نورمال کار کوي. غوره به وي چې په دې اړه د اړوند سفارت پر وېبسایټ مالومات وکتل شي. که څوک د ويزې په ترلاسه کولو او يا د کورنۍ د غړو په راوستلو کې له ستونزې سره مخ وي؛ کولای شي د (DRK Suchdienstes) له کارکوونکو سره خپله ستونزه شریکه کړي او يا له خپل وکيل يا وکيلې سره خبرې وکړي.

پاملرنه: هغه کسان چې له دې وړاندې يې د کورنۍ غړو راوستلو يا ويزې اخستلو لپاره غوښتنې منل شوې دي او وختونه ورکول شوي دي؛ کولای شي پر ټاکل شوو وختونو هلته حاضر شي. که د الوتنو د نه شتون يا نورو ستونزو له کبله دا کار نه شي کولای؛ بايد اړوندو ادارو ته خبر ورکړي. د کورنيو غړو راوستلو لپاره مهلت پر (fap.diplo.de) په انلاين ډول ثبتولای شئ. اړوندو سفارتونو ته د کورنۍ د غړو راوستلو غوښتنليک د فکس له لارې لېږلای شئ. په ياد مو وي چې د لېږلو ثبوت له ځان سره وساتئ. د کورنۍ د غړو راوستلو لپاره نور مالومات زموږ په بل څپرکي کې هم موندلای شئ.

که د چا د کورنۍ غړو ويزه ترلاسه کړې وي او لا هم اعتبار ولري، کولای شي جرمني ته راشي.په دې اړه نور مالومات په (کورونا وايروس او سفر) څپرکي کې لوستلای شئ.

د کورنۍ غړو راوستلو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (جرمني ته د کورنۍ غړي راوستل) کې لوستلای شئ.

 

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ؛ ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ او د خپلې ناروغۍ په اړه مالومات ورسره شريک کړئ. د دې تر څنګ د خپل ايالت اړوند د کرونا بېړنۍ شمېرې ته هم ټليفون کولای شئ. که حالت ډېر خطرناک وي؛ ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ.

Partner-Logos PS

يوه پروژه د:
تمويل: