کورونا وايروس او ټولنيز ژوند

Das Bild zeigt eine Frau im Bus. Sie trägt eine medizinische Mundschutzmaske und hält sich eine Hand vor den Mund.
اوسمهالیز 05.12.2022

د کورونا د بحران پر مهال ټولنيز ژوند څه ډول دی؟

په جرمني کې د کورونا له زيات شمېر پېښو سره سره، ډېر بنديزونه له منځه تللي دي. د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشت له پيله په ټول جرمني کې د لومړني يا اساسي خونديتوب (Basis-Schutz) قوانين پلي کيږي. فدرالي ايالتونه په خپله د لوړو پېښو سيمې په نښه کوي او د هغو لپاره د کورونا ځانګړي قوانين پلي کوي.

البته ښايي دا حالت هره شېبه بدل شي. دا چې دا مقررات څه دي او څه ډول بايد عملي وشي، دلته په دې اړه مالومات درکوو.

په څه بايد وپوهېږم؟

اساسي خونديتوب (Basis-Schutz) څه ته وايي؟

اساسي خونديتوب

د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشت له پيله په ټول جرمني کې د لومړني يا اساسي خونديتوب (Basis-Schutz) قوانين پلي کيږي. د دې مقررې له مخې په ځانګړو ځايونو کې د ماسک اغوستل او ټېسټ کولو حکم يا سپارښتنه کيږي.

په ايالتونو کې کوم ځانګړي قوانين پلي کيږي؟

په ځينو هغو سيمو کې ښايي له اساسي خونديتوب پرته نور قوانين هم پلي شي. دا کار په هغو ځايونو کې کيږي چې په کورونا زيات کسان اخسته وي او يا هم په روغتونونو کې زيات کسان بستر شي.

۱- د ماسك اغوستلو د قوانينو پراختيا: په ځينو ځايونو کې په کوټو د ننه او د باندې ټولو ځايونو کې بايد ماسک واغوستل شي. البته ځينې کسان ښايي له دې قانون مستثنا شي. هر ايالت په دې اړه ځانګړې پرېکړه کوي.

۲- د ټېسټ مکلفيت: ځينو ځايونو ته د ورتګ لپاره ښايي د ټېسټ پايله وغوښتل شي. دا ځايونه ښايي دولتي ادارې، ښوونځي، وړګتون او يا هم د پنا غوښتونکو کمپونه وي.

۳- طبي مقررات: د غونډو لپاره بايد داسې تدابير ونيول شي چې په کورونا د زياتو کسانو د اخته کېدو مخنيوی وشي. دا کار ښايي د شرکتونو او مارکېټونو لپاره هم پلي شي.

۴- د ګډونوالو حد: د ځانګړو غونډو لپاره بايد د خلکو شمېر په پام کې ونيول شي او له ټاکلې اندازې زيات کسان د ننه نه شي.

مهم: په بايرن، بادن ورتمبرګ، هېسن او شلسويګ هولشتاين ايالتونو کې که اوس مهال (نومبر ۲۰۲۲)  څوک کورونا شي کورنی يوازېتوب نه ورباندې پلی کيږي. دا کسان بيا بايد په بنده فضا کې طبي ماسک وکاروي. په طبي برخو کې د کار لپاره بيا سخت مقررات پلي کيږي. د خپل ايالت د قوانينو په اړه د (www.bundesregierung.de.) وېبسایټ وګورئ.

طبي ماسکونه بايد چېرته واغوستل شي؟

طبي ماسکونه (FFP2) يا (OP) ماسکونو ته وايي او په لاندې ځايونو کې يې اغوستل لازمي دي:

  • د ډوچه بان د اوږده واټن په ټرېنونو (Fernverkehr) کې. په دې مانا چې په ICE ټرېنونو کې بايد طبی ماسک وکاروئ. په سيمه‌ييزو ټرېنونو کې د ماسک اچولو پرېکړه له هر ايالت سره اړه لري.
  • د ډاکټرانو د کتنځايونو، روغتونونو، پالنځايونو يا نورو ورته ځايونو په شان په طبي ادارو کې د طبي ماسک اغوستل لازمي دي

د ښوونځيو، وړکتونونو، موزيمونو، نقليه وسيلو او پلورنځيو په شان ځايونو کې هم ښايي د ماسک اغوستل لازمي شي. دا خبره په هر ايالت کې توپير کوي. په خپل ايالت کې د قوانينو په اړه (www.bundesregierung.de) وېبسایټ وګورئ.

يادونه: که څوک د ماسک اغوستلو د مکلفيت په ځايونو کې څوک ماسک وانه غوندي، ښايي کس جريمه شي. دا خبره په هر ايالت کې توپير کوي.

مهم: په بايرن، بادن ورتمبرګ، هېسن او شلسويګ هولشتاين ايالتونو کې که اوس مهال (نومبر ۲۰۲۲)  څوک کورونا شي کورنی يوازېتوب نه ورباندې پلی کيږي. دا کسان بيا بايد په بنده فضا کې طبي ماسک وکاروي. په طبي برخو کې د کار لپاره بيا سخت مقررات پلي کيږي. د خپل ايالت د قوانينو په اړه د (www.bundesregierung.de.) وېبسایټ وګورئ.

 

چېرته د کورونا د ټېسټ پايله غوښتل کيږي؟

اوس په جرمني کې عامه ځايونو ته د تللو پر مهال د کورونا د ټېسټ پايله نه غوښتل کيږي خو په ځينو ايالتونو کې ښايي قوانين توپير وکړي. ځکه نو ځينو غونډو يا پالنځايونو ته د ورتګ پر مهال ښايي ټېسټ وغوښتل شي. د يادونې وړ ده چې اوس د کورونا د چټک ټېسټ لپاره ۳ یورو غوښتل کيږي خو د ځينو کسانو لپاره لا هم وړيا دی. . په خپل ايالت کې د قوانينو په اړه (www.bundesregierung.de) وېبسایټ وګورئ.

څه ډول کولای شم له خپلو ماشومانو سره په زده‌کړه کې مرسته وکړم؟

له ماشومانو سره د زده‌کړو لپاره ځينې فرصتونه شته:

  • پر (www.lern-fair.de) وېبسایټ له لومړي ټولګي څخه ټول زده‌کوونکي کولای شي له مرسته کوونکو څخه په درسونو کې وړيا زده‌کړه وکړي. دا تدريس په ويډيويي بڼه دی او په ډېرو ژبو کېدای شي.
  • له (klicksafe.de) وېبسایټ څخه هم د زده کړو لپاره مرسته او مواد ترلاسه کېدای شي. پر دې وېبسایټ ځينې محصلان د ښوونځيو زده‌کوونکو ته د ويډيويي اړيکې له لارې درس ورکوي.
اوس مهال کوم دوکانونه پرانستي دي؟

اوس مهال، کابو ټولې هټۍ او مارکېټونه پرانستل شوې دي او هېڅ ډول بنديز نشته. البته بيا هم د لاسونو پاکولو او واټن په شان طبي لارښوونې په پام کې نيول کيږي.

دا چې په کومو ځايونو کې د ماسک اچول او يا د کورونا ټېسټ ترسره کول لازمي دي، په هر ايالت کې توپير کوي. د فدرال حکومت پر وېبسایټ د ايالتونو او قوانينو لېست يا مالومات کتلای شئ.

يادونه: که کوم ځای د کورونا د ډېرو پېښو مرکز يا کورونا هاټ سپاټ وګڼل شي، هلته ښايي بېل قوانين پلي شي.

مهم

که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ، خپل ډاکټر او يا په خپله سيمه کې روغتيايي مرکز ته خبر ورکړئ. په ياد مو وي ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. د خپلې سيمې اړوند روغتيايي مرکز د رابرت کوخ انستيتيوت پر وېبسایټ موندلای شئ.

Partner-Logos PS

يوه پروژه د:
تمويل: