په جرمني کې د کورونا په اړه عمومي مالومات

د کورونا د نوي وايروس په اړه ټول مالومات دلته ولولئ.
کورونا وايروس لا هم په جرمني کې شته او په اړه يې هره ورځ تازه مالومات راځي؛ کوم چې زموږ ورځنی ژوند اغېزمنوي. د حالاتو د کنټرول لپاره فدرالي حکومت او ايالتونه يو له بل سره په دوامدار ډول خبرې کوي. په دې برخه کې موږ د نويو بدلونونو، کار، ښوونځيو او سياسي پلانونو په اړه مالومات درکوو. دا مالومات به هره ورځ تازه کيږي. موږ ټول مالومات له خپرولو وړاندې بيا ګورو؛ څو د ناسمو او درواغ خبرونو خپرولو مخنيوی وکړو.
په څه بايد وپوهېږم؟
تبه، وچ ټوخی، سردرد، سابندي او ستړيا د کورونا مهمې نښې دي. په ځينو کسانو کې ښايي د پوزې بندېدل- بهېدل، پرنجی او يا د ځان درد هم وليدل شي. په ځينو کسانو کې د زړهبدۍ نښې هم ليدل شوې دي. د نورو سختو ناروغيو لرونکي او زاړه کسان ښايي د سابندۍ په شان له ستونزو سره هم مخ شي. همدا شان د خوند او بوی حسونه هم سم کار نه کوي. د سږو ناروغۍ لرونکي د کورونا له کبله په ډېرو مړه کېدونکو کسانو کې دي.
يادونه: په وايروس له ککړېدو وروسته د نښو تر پيدا کېدو پورې ښايي دا پروسه تر ۱۴ ورځو وخت ونيسي. په بله وينا، هغه کسان چې په وايروس ککړ وي؛ ښايي د نښو تر ښکارېدو پورې روغ ښکاره شي خو ناروغي نورو کسانو ته ولېږدوي.
که اړتيا وي، کولای شئ د ټېسټ په مرکزونو او يا هم د ډاکټرانو په کتنځايونو کې د کورونا چټکه ازموينه يا PCR ازموينه (Schnelltests und PCR-Tests) ترسره کړئ. د ټسټ پايله په چاپ شوې پاڼه او يا ډيجيټل بڼه ترلاسه کولای شئ.
د کورونا وړيا چټک ټېسټونه (Bürgertests) يو ځل بيا وړيا شوي دي او هر څوک کولی شي په اونۍ کې يو ځل دا ټېسټ ترسره کړي.
که غواړئ د کورونا ټېسټ لپاره د ټېسټ په مرکزونو کې ترمين ونيسئ، پر (15minutentest.de) او يا (covid-testzentrum.de) وېبسایټ دا کار کولای شئ. همدا شان پر (mein-apothekenmanager.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يو درملتون موندلای شئ او هلته چټک ټېسټ کولای شئ. که دلته خپل ښار نه شئ موندلای، کولای شئ په ګوګل کې د (Corona-Schnelltestt) ټکي پلټنه وکړئ.
له دې پرته په ډېرو نورو سوپرمارکېټونو او درملتونونو کې د زېلبټېسټ (Selbsttests) بستې هم ترلاسه کړئ. په دې ډول په کور کې هم ټېسټ کولای شئ خو پايله يې ډېره د ډاډ وړ نه ده. پر (schnelltesttest.de) وېبسایټ د چټکو ټېسټونو د څرنګوالي او اغېزمنتيا په اړه مالومات موندلای شئ.
د (PCR) په نوم باوري ټېست لپاره بيا بېل قوانين شته. دا چې اوس مهال د ټېسټ په لابراتوارونو بيروبار دی، يوازې تر ګواښ لاندې ځانګړي کسان او په روغتيايي برخه کې فعال کسان دا ډول ټېسټ ترسره کولای شي. د نورو کسانو تر منځ که د چا د کورونا چټک ټېسټ مثبت شي، دوهم ځل هم چټک ټېسټ کيږي او که بيا هم مثبت وي، په کورونا ککړ ګڼل کيږي.
که ستاسې د کورونا ټېسټ هم مثبت وي، بايد پر کورو پاته شئ او طبي لارښوونې په پام کې ونيسئ. همدا بايد د روغتيا اړوندې ادارې يا خپل ډاکټر ته ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. د خپلې سيمې روغتيايي اداره د رابرت کوخ پر وېبسایټ موندلای شئ. د اصولو له مخې به روغتيا اداره د کورني کرنتين سپارښتنه وکړي او نور مالومات به درکړي.
که د کورونا ټېسټونو په اړه مالوماتو ته اړتيا لرئ، د روغتيا وزارت وړيا شمېرې (۰۸۰۰۰۰۰۰۸۳۷) ته زنګ وهلای شئ. دا شمېره ستاسې پوښتنو ته په ګڼو ژبو ځوابونه وايي.
که څوک په ځان کې د کوويد ناروغۍ نښې ويني بايد سملاسي ډاکټر ته ولاړ نه شي او لومړی له دوی سره ټليفوني اړيکه ونيسي. که ډاکټر ځانګړې استثنا (Infektionssprechstunde) ومني، کولای شئ ورشئ.
همدا شان کولای شي تر ټولو نږدې روغتيايي ادارې ته د ټليفون شمېرې (۱۱۶۱۱۷) له لارې خبر ورکړي. تر ټولو نږدې روغتيايي اداره د رابرت کوخ انستيتیوت پر وېبسایټ موندلای شئ.
د دې تر څنګ کولای شئ په خپله سيمه کې د کورونا د ټېسټ يوه مرکز ته ورشئ او چټک ټېسټ وکړئ. هغه کسان چې د کورونا ټسټ يې مثبت وي، که د ناروغۍ نښې هم ونه لري، بايد له نورو کسانو سره له اړيکې ډډه وکړي او په کور کې پاته شي. په ياد مو وي چې د ناروغۍ د نښو ښکارېدلو پر مهال سملاسي د خپل کار ادارې يا ادارې ته هم خبر ورکړئ. که په کمپ يا هایم کې ژوند کوئ؛ خامخا د کمپ مسؤولين خبر کړئ.
مهم: که د چا د ناروغۍ نښې شديدې وي، کولای شي ۱۱۲ بېړنۍ شمېرې ته زنګ ووهي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (بېړنی حالت) کې ولولئ.
په عمومي دول د کوويد ۱۹ ناروغۍ يا کورونا د نوي وايروس په اړه لاندې ادارو ته هم مالومات ورکولای شئ.:
· په جرمني کې د ناروغانو لپاره ناتړلې مشورتي اداره: ۰۸۰۰۰۱۱۷۷۲۲
· د روغتيا فدرالي وزارت (د خلکو ټليفون): ۰۳۰۳۴۶۴۶۵۱۰۰
· د کڼو او ګونګيانو لپاره مشورتي اداره: فکس: ۰۳۰۳۴۰۶۰۶۶۰۷ /info.deaf@bmg.bund(dot)de / info.gehoerlos@bmg.bund(dot)de
· اشاروي اړيکه (ويډيویي اړيکه): https://www.gebaerdentelefon.de/bmg/
زموږ پر یوټيوب چينل د مهمو ګامونو په اړه يوه ويډيو هم ليدلای شئ.
که لاندې شرطونه پوره کړئ، له کورونا روغ ګڼل کېږئ:
- کله چې د چا د کورونا پي سي آر ټېسټ منفي شي. چټک ټېسټ نه منل کيږي.
- له تېرو ۲۸ ورځو راهيسې مو د کورونا چټک ټېسټ منفي خيژي.
- له کورونا رغېدلو مو له ۹۰ لږ ورځې وتلې وي.
په دې ډول له کورونا رغېدلی کس د رغېدنې سند (Genesenenzertifikat) ترلاسه کولای شئ. دا سند په درملتونونو او يا هم د ډاکټرانو په کتنځايونو کې ترلاسه کړئ. خپله يې هم د (Cov-Pass-App) يا (Corona-App) له اپونو کښته کولای شئ. د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر مياشتې له لومړۍ نېټې رغېدلي کسان له دوو واکسينو سره بشپړ واکسين شوي ګڼل کيږي.
د کرنتين سپارښتنه
د رابرت کوخ انستيتوت سپارښنته دا ده چې که د چا د کورونا وایروس ازموينه مثبته شي، په اړيکه کې ورسره نور کسان بايد کرنتين شي. د کورونا د مثبت ټېسټ پايله لرونکی او کورنۍ يې په کور کې ساتل کيږي. له کورونا لرونکو کسانو په اړيکه کې کسان لږ تر لږه ۵ ورځو لپاره بايد پر کور پاته شي او له ډېرو اړينو کارونو پرته د باندې ونه وځي. البته له ۵ ورځو وروسته بايد د کورونا چټک او يا خپله يو ټېسټ وکړي او که پايله منفي وي، کولای شي کرنتين ختم کړي.
د کورني آیزولېشن مقررات
که د چا د کورونا د ټېسټ پايله مثبته وي، بايد د کورونا ناروغۍ تر ختمېدلو او د بل ټېسټ د منفي پايلې ترلاسه کولو پورې پر کور پاته شي. لومړی ځل ټېسټ ۵ ورځې وروسته کولای شئ او بايد د ټېسټ په رسمي مرکزونو کې وشي.
که څوک اړوند قوانين تر پښو لاندې کړي، جريمه او يا زنداني کيږي. که د چا روغتيايي حالت ډېر خراب وي؛ روغتون ته لېږدول کيږي. په ياد مو وي چې دې قانون ته بايد درناوی وشي او د اړتيا پر مهال له ملګرو او ګاونډيانو د سودا راوړلو لپاره د مرستې غوښتنه وشي.
يادونه: که په کوم کمپ يا هايم کې څوک په دې وايروس ککړ شي او خپله بېله کوټه ونه لري، ښايي ټول کمپ کرنتين شي. پر دې مهال د کمپ له مسؤولينو سره خبرې وکړئ چې د ژوند اړتياوې څه ډول پوره کړئ. په دې اړه لا زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (کورونا وايروس او د کډوالو لپاره اړين مالومات) کې لوستلای شئ.
مهم: په بايرن، بادن ورتمبرګ، هېسن او شلسويګ هولشتاين ايالتونو کې که اوس مهال (نومبر ۲۰۲۲) څوک کورونا شي کورنی يوازېتوب نه ورباندې پلی کيږي. دا کسان بيا بايد په بنده فضا کې طبي ماسک وکاروي. په طبي برخو کې د کار لپاره بيا سخت مقررات پلي کيږي. د خپل ايالت د قوانينو په اړه د (www.bundesregierung.de.) وېبسایټ وګورئ.
که څوک په کورونا ککړ شي، کورنی یوازيتوب به يې له د ټېسټ له مثبت راختلو وروسته حساب شي.
که څوک په کورونا له ککړ کس سره په اړيکه کې وي، د کرنتين موده يې له هغې ورځې حسابيږي چې پوه شي په کورونا له ککړ کس سره په اړيکه پاته شوی دی. په دې ډول د اړيکې له وروستۍ ورځې حساب پيليږي. که د کورونا ناروغۍ نښې لرئ، له ککړ کس په په اړيکه کې له پاته کېدو وړاندې ټېسټ وکړئ.
يادونه: د کرنتين او کورني يوازېتوب قوانين ښايي ستاسې په سيمه او اړوند روغتيايي مرکز کې له نورو سره توپير ولري. ښه به وي چې همالته له مسؤولينو په دې اړه پوښتنه وکړئ.
څه ډول کولای شم د کورونا ازموينه وکړم؟
که اړتيا وي، کولای شئ د ټېسټ په مرکزونو او يا هم د ډاکټرانو په کتنځايونو کې د کورونا چټکه ازموينه (Schnelltests und PCR-Tests) ترسره کړئ. د ټسټ پايله په چاپ شوې پاڼه او يا ډيجيټل بڼه ترلاسه کولای شئ.
که غواړئ د کورونا ټېسټ لپاره د ټېسټ په مرکزونو کې ترمين ونيسئ، پر www.zusammengegencorona.de وېبسایټ دا کار کولای شئ. همدا شان پر (mein-apothekenmanager.de) وېبسایټ په خپل شاوخوا کې يو درملتون موندلای شئ او هلته چټک ټېسټ کولای شئ. که دلته خپل ښار نه شئ موندلای، کولای شئ په ګوګل کې د (Corona-Schnelltestt) ټکي پلټنه وکړئ.
له دې پرته په ډېرو نورو سوپرمارکېټونو او درملتونونو کې د زېلبټېسټ (Selbsttests) بستې هم ترلاسه کړئ. په دې ډول په کور کې هم ټېسټ کولای شئ خو پايله يې ډېره د ډاډ وړ نه ده. پر (schnelltesttest.de) وېبسایټ د چټکو ټېسټونو د څرنګوالي او اغېزمنتيا په اړه مالومات موندلای شئ.
مهم: د ۲۰۲۲ کال د جولای مياشتې له پيل راهيسې د کورونا چټک ټېسټونه 8 یورو لګښت لري. البته د لاندې کسانو لپاره لا هم وړيا دي:
- هغه کسان چې په کورونا له ککړېدو وروسته وروسته کورنی آیزولېشن ماتول غواړي.
- هغه کسان چې د کورنۍ د غړو پالندويي کوي.
- روغتونونو، پالنځايونو، کلينيکونو او ورته نورو ځايونو ته ورتلونکي يا ملاقات کوونکي کسان.
يادونه: د وړيا ټېسټ لپاره بايد داسې يو ثبوت ولرئ چې په پورته يادوو شوو کسانو کې وشمېرل شئ. دا ثبوت ښايي د کورنۍ د غړي د کورونا د مثبتې پايلې په شان يو سند وي.
که د چا د چټک ټېسټ پايله مثبت وي، کولای شي د (PCR) په نوم باوري ټېست ترسره کړي. که دا ټېسټ هم مثبت وي، په کورونا اخته شمېرل کېږئ.
که د کورونا ټېسټونو په اړه مالوماتو ته اړتيا لرئ، د روغتيا وزارت وړيا شمېرې (۰۸۰۰۰۰۰۰۸۳۷) ته زنګ وهلای شئ. دا شمېره ستاسې پوښتنو ته په ګڼو ژبو ځوابونه وايي.
په لاندې حالتونو کې په کورونا له ککړو کسانو سره په اړيکه کې نورو کسانو ته کرنتين کېدو اړتيا نشته:
1- که څوک بشپړ واکسين شوي وي. البته دا قانون له وروستي ځل واکسين کېدو ۱۴ ورځې وروسته بيا تر ۹۰ ورځو پورې د پلي کېدو وړ دی.
2- که څوک درېيم خل واکسين شوي وي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (دکورونا واکسين) کې لوستلای شئ.
3- له کورونا رغېدلي وي. دا قانون هم د کورونا ټېسټ له مثبتې پايلې ۲۸ ورځې وروسته بيا تر ۹۰ ورځو پورې د پلي کېدو وړ دی.
يادونه: په ځينو ايالتونو کې ښايي بېل مقررات پلي شي. دا چې ستاسې په ايالت کې کوم قوانين پلي کيږي، (bundesregierung.de) وېبسایټ ته سر ورښکاره کړئ.
د شديدې ناروغۍ خطر له ۵۰ کالونو د لوړ عمر لرونکو لپاره زيات دی. د زړو کسانو د بدن مقاومت کم دی او له همدې کبله ښايي ناروغي ورته خطرناکه وي. دا چې د دوی وجود د ناروغۍ پر وړاندې کمزوری غبرګون ښيي او ښايي د تبې په شان نښې ښکاره نه کړي؛ له همدې کبله وروسته ډاکټر ته ځي او دا کار خطر زياتوي.
له دې پرته د سرطان، شکر، د سږيو، ځيګر يا ګردې ناروغۍ، زيات وزن، سګرټ څکول او لوړ فشار هم د کرونا له کبله د ناروغۍ شدت زياتوي. هر څومره چې نورې ناروغۍ زياتوي؛ د دې ناروغۍ شدت هم ورسره زياتيږي.
کورونا وايرس له انسانانو نه انسانانو ته ځي. د وايرس د لېږدېدلو د خطر د کمېدلو لپاره بايد ټول هغه تدابير عملي شي؛ کوم چې د نورو دې ډول ناروغيو لپاره په کاريږي. د بېلګې په دول لاسونه په صابون وينځل، د ټوخي او پرنجي پر وخت خولې ته دسمال نيول او له ناروغو کسانو څخه واټن نيول د مخنيوي په لارو چارو کې راځي.
د واردو شوو خوړنيزو توکو او يا د لوبو د وسيلو په شان له نورو شيانو په وسيله د ناروغۍ د لېږدېدو ثبوتونه نشته. د خطرونو د ارزونې فدرالي انستيتيوت چې په دې برخه کې د څېړنو مسؤول دی وايي چې ښايي د توکو په وسيله دا وایرس ونه لېږدول شي. همدا شان تر اوسه شوې ساينسي څېړنې ښيي چې له کورنيو ژويو انسانانو ته او يا برعکس هم دا وايرس نه لېږدي. البته وايروس کولای شي د څه مودې لپاره په فضا کې معلق او يا په توکو سرېښ پاته شي. د وايروس د لېږدېدلو ګواښ په سرپټو ځايونو او هغه ځايونو کې زيات دی چې ډېر کسان پکې راټوليږي.
که د کورونا د ازموينې پايله مو مثبت وي خو ناروغي مو ډېره شديده نه وي، روغتون ته نه وړل کېږئ. په داسې حالاتو کې بايد کو رنی يوازېتوب (Isolierung) غوره کړئ. که له بل چا سره یوځای اوسئ، بايد لاندې قوانين مراعات کړئ:
- څومره چې کولای شئ، په بېله کوټه کې واوسئ.
- هر څومره چې کولای شئ، پخلنځی او تشناب لږ وکاروئ.
- که له نورو سره نږدې پاته کېږئ، ماسک واچوئ او هر څومره چې شونې وي، واټن وساتئ.
- د کور يا کوټې هوا ژر ژر بدله کړئ.
- له نورو سره خپل لوښي او دسمالونه مه شريکوئ.
- په کور کې د دروازو لاستي او د برېښنا سويچونه هر وخت په عفوني ضد موادو پاک کړئ.
- خپلې جامې له نورو بېلې او په لږ تر لږه ۶۰ درجو کې ووينځئ.
مهم: له کوره وتلو په اړه بايد د روغتيايي ادارې له چارواکو اجازه واخستل شي.
که ټول خلک د دولت له خوا نيول شوي تدابير او مقررات پام کې ونيسي؛ کولای شو د وايروس د چټکو خپرېدولو مخنيوی وکړو. د بنديزونو او دولتي تدابيرو په اړه مالومات زموږ په بل څپرکي (کورونا او عمومي ژوند) کې لوستلای شئ. همداشان دا مهمه ده چې ټول خلک روغتيايي سپارښتنې په عمل کې پلې کړي:
- لاسونه بيا بيا په سابون او پاکو اوبو ومينځئ.
- که پرنجی يا ټوخی درځي؛ خولې او پوزې ته لاس يا دسمال ونيسئ.
- يو ځل کارول شوی دسمال سملاسي وغورځوئ.
- له نورو خلکو لږ تر لږه يونيم متر واټن وساتئ.
- که له کوره د باندې وزئ؛ ماسک واچوئ. تاسې کولای شئ په خپله هم د ځان لپاره ماسک جوړ کړئ. .
- د وايروس د خپرېدو لپاره د رابرټ کوخ انستیتيوت له لوري جوړ شوی اپليکېشن وکاروئ.
- که په بند کور کې اوسئ، هوا يې ژر ژر تازه کړئ.
مهم: د مخ لپاره هغه پوښونه چې له پلاستيک جوړ وي وي، يوازې يو اضافي خونديتوب درکولای شي خو د ماسک بديل نه دی؛ ځکه وايروس کولای شي د هغه له شاوخوا څخه خولې يا پوزې ته تېر شي.
د روغتيايي لارښوونو د فدرالي مرکز پر وېبسایټ په دې اړه نور مالومات هم موندلای شئ.
تر اوسه نه ده مالومه چې څومره کسان په دې وايروس له ککړېدو او ښه کېدو وروسته بيا په دې وايروس نه ککړيږي. اوسنۍ څېړنې ښيي چې د کورونا پر وړاندې د وجود توليد شوي انټي باډي په چټکۍ بېرته کميږي. انتي باډي د يوې ناروغۍ پر وړاندې د وجود دفاعي توليد دی او دوهم ځل په هغه ناروغۍ د ککړېدو مخه نيسي. د اوسنيو څېړنو له مخې د وجود دا دفاعي ځواک د شاوخوا ۳ مياشتو لپاره کار کوي.
د کورونا وايروس په اړه پر انټرنېټ او رسنيو ډېر مالومات موندلای شئ خو مهمه دا ده چې کره مالومات پيدا کړئ. په لاندې لېنکونو کې په دې اړه کره مالومات کتلای شئ:
- د جرمني د ادغام ادارې پر وېبسایټ د کورونا په اړه په بېلابېلو ژبو مالومات موندلای شئ.
- پر (www.zusammengegencorona.de) وېبسایټ ډېر مالومات او په څو ژبو تکراري پوښتنو ته ځوابونه موندلای شئ.
- د جرمني حکومت پر وېبسایټ هم په دې اړه مالومات لوستلای شئ.
- د کورونا د وروستيو شمېرو په اړه مالومات د رابرت کوخ انستيتیوت پر وېبسایټ کتلای شئ.
- د جرمني د کورنيو چارو وزارت پر وېبسایټ د کورونا په اړه ډېر مالومات موندلای شئ.
- د روغتيا نړيوال سازمان پر وېبسایټ هم د کورونا په اړه بشپړ مالومات موندلای شئ.
مهم
که په ځان کې د کورونا ناروغۍ نښې وينئ؛ ډاکټر ته له مخکينۍ خبرتيا مخکې مه ځئ. لومړی هغوی ته ټليفون وکړئ او مالومات واخلئ. همدا شان کولای شئ د جرمني د ناروغيو خدماتي مرکز (۱۱۶۱۱۷) شمېرې ته هم زنګ ووهئ او د خپلې ناروغۍ په اړه مالومات ورسره شريک کړئ. د دې تر څنګ د خپل ايالت اړوند د کرونا بېړنۍ شمېرې ته هم ټليفون کولای شئ. که حالت ډېر خطرناک وي؛ ۱۱۲ شمېرې ته زنګ ووهئ.